مقالی اوتبصرې

غزې له ډېرو مخونو پردې پورته کړې!

هسې خو په نړۍ کې د بشر حقوقو په نامه په لسګونو ادارې موجودې دي، خو عملاً تر اوسه هيڅ ادارې خپل مسؤليت په سمه توګه نه دی اداء کړی. د همدغو حقوقي ادارو پر وړاندې پر افغانستان او عراق يرغل وشو، سوريه لوټې، لوټې شوه، فلسطين کې عام وژنه روانه ده، په برما کې مسلمانان حتی ژوندي وسوځول شول، هندوستان او چين کې له مسلمانانو سره ښکاره زیاتی روان دی، حتی په غرب کې له غير مسلمو تور پوستو سره هم خورا وحشي چلند کيږي. مګر د بشر حقوقو ادارې خپله چوپتيا نه ماتوي، نه یې د کوم ظالم خلاف عملي اقدام وکړ او نه یې حتی تش په خوله وغانده.

خو بل لور ته همدغه د بشر حقوقو ادارې کرۍ ورځ نارې وهي، چې ګويا په افغانستان کې له مېرمنو سره ناوړه چلند کيږي، خلک شخصي ازادي ته نه پرېښودل کيږي، جبراً ښځې پر حجاب مجبوريږي او همداسې نور غولونکي شعارونه. مګر که په نوره نړۍ کې پر حجاب بنديز لګيږي او پتمنې ښځې په زور بې حجابه کيږي، هغه نه يادوي.

نو فکر وکړئ، د بشري حقونو ادارې څومره لوی منافقت کوي!؟ اصلاً معلوميږي چې د دوی اصلي هدف د بشري حقوقو رعايت نه، بلکې دوی نورې شومې موخې لري.

همدا اوس په غزه کې په يو مخيزه توګه د مظلومو فلسطينيانو ټول وژنه روانه ده، نه پر ښځو رحم کيږي، نه پر سپين ږيرو او نه پر ماشومانو. همدا پرون د غزې تړانګې النصيرات سيمه کې تر سلو زيات فلسطينيان شهيدان او په لسګونو نور ټپيان شول، بلکې هره ورځ همدا حال روان دی، له اتو مياشتو خبره واوښته، تر اوسه په دې جګړه کې تر ۱۵ زرو زيات يوازې ماشمان په شهادت رسېدلي، خو د بشر حقوقو هيڅ ادارې د فلسطينيانو د قتل عام پر وړاندې هيڅ اقدام ونه کړ، بلکې بالعکس ټوله کفري نړۍ په ښکاره توګه د وحشي صهيونيستانو ملاتړ کوي. نو نتيجه دا شوه، چې د بشر حقوقو ادارې هيڅ حقيقت نه لري، دوی فقط د نړيوالو ظالمانو او يرغلګرو له خوا د خپلو شومو اهدافو لپاره استعماليږي او د بشر حقوقو له پاک نوم څخه ناوړه استفاده کوي.

بل خوا غزې د ټول اسلامي امت ايمانونه هم وازمايل، هغه حاکمان هم په دغه امتحان کې یو مخ ناکام شول، چې خپل ولسونه یې د اسلام او امت په نوم دوکه کړي وو، هغه چې د غزې شاوخوا پراته دي او په مجهزو وسلو او منظمو لښکرو سمبال دي، خو په رډو، رډو د غزې د معصومو شهيدانو د مظلوميت ننداره کوي، خو د اسلام او حتی د انسانيت حس یې هم رابيدار نه شو.

پايله دا چې نه په نړۍ کې د بشر حقوقو ادارې شته او نه موجوده تش په نوم اسلامي حاکمانو ته څه هيله پکار ده. نو اسلامي امت، خصوصاً نوي نسل ته لازمه ده، چې پر دغه حقيقت سر خلاص کړي او د عبث تمې پر ځای، خپله لاس په کار شي. بايد ټول امت په ګډه د اتحاد او پرمختګ هڅې وکړو. د اسلامي امت ټول مشکلات له همدې امله راپېښ دي، چې موږ اتحاد نه لرو، هماغه يو امت نن په لسګونو ټوټو وېشل شوی، اوس موږ د امت پر ځای د ملت نارې وهو او د ولاء او براء اصول مو هېر کړي.

لازمه ده، چې يو ځل بيا پر خپل غیرت، تاريخ او مسؤليت تجديد نظر وکړو او سمدستي لاس په کار شو، د تعليم، پوځ او اقتصاد په ډګر کې پرمختګ وکړو او د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو مؤمنو وروڼو او هر مظلوم اوښکې پاکې او کلکه دفاع یې وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button