دینې لیکنې

غواړئ د یو عمل ثواب تل در ورسیږي؟

که ځواب دې هو وي نو لاندې لیکنه په غور ولوله او مثبت ځواب ورته ووایه:
د انسان د مرگ او د هغه د ژوند وروستۍ نیټه له رب (جل جلاله) پرته بل چاته نه ده معلومه ، تر څو هره لحظه د ژوند وروستی حالت وبولو او نیک اعمال تر سره کړو ، خصوصاً هغه اعمال چې له مرگ وروسته یې هم ثواب راته ورسیږي.
د اسلام ستر لارښود (پیغمبر صل الله علیه وسلم) په یوه حدیث شریف کې داسې فرمایلي دي: (إنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ : عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ، وَمُصْحَفًا وَرَّثَهُ، أَوْ مَسْجِدًا بَنَاهُ، أَوْ بَيْتًا لابْنِ السَّبِيلِ بَنَاهُ، أَوْ نَهْرًا أَجْرَاهُ، أَوْ صَدَقَةً أَخْرَجَهَا مِنْ مَالِهِ فِي صِحَّتِهِ وَحَيَاتِهِ يَلْحَقُهُ مِنْ بَعْدِ مَوْتِه») ( ابن ماجه)
ژباړه:په تحقیق سره د هغه اعمالو او نیکیو له جملې څخه چې مٶمن ته وروسته له مرگ څخه هم د هغه ثواب رسیږي: هغه علم دی چې نورو ته یې ښودلی وي ، هغه بچی دی چې نیک او صالح یې په دنیا کې پریښودی وي ، هغه قرآن کریم دی چې په میراث ترې پاتې شوی وي ، مسجد دی چۑ ده جوړ کړی وي ، هغه کور دی چې د مسافرو لپاره یې جوړ کړی وي ، ویاله ده چې ده هغه د اوبو بهیدلو لپاره آماده کڔې وي او یا هم هغه صدقه ده چې له خپل مال څخه یې د صحت او ژوند په حالت کې پریښودې وي ، نو د دې اعمالو ثواب له مرگ وروسته هم ورته رسیږي.په یو نیک عمل سره چې په حسنه او نېکه طریقه باندې یې کوم کس تهداب کیښود د بل کس په ترسره کولو هم ده ته ثواب رسیږي.
رسول (ﷺ) فرمایي: من سن في الإسلام سنة حسنة كان له أجرها وأجر من عمل بها من بعده لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا… ، مسلم في صحيحه.
ژباړه: چا چې یوه نیکه او حسنه طریقه پلې کړه نو ده لره د دغه نیک عمل اجر شته اوکوم کس چې عمل پرې کوي دهغه عمل ثواب دغه لمړني کس ته هم رسیږي په داسې حال کې چې د دوهم عامل له ثواب هم څه نه کمیږي.
په دې اړه ډېر نصوص موجود دي خو په همدې اکتفاء کوو.د مٶمن هڅه او کوښښ باید دا وي چې نیک اعمال ترسره کړي ، دنیا چې د کښت ځای دی هغه څه پکې و کري چې آخرت کې ورته په گټه راشي ، له خپل مسلمان ورور سره مرسته و کړي ، دخیر کارونه ترسره کړي ، هغه اعمال ترسره کړي چې ثواب یې ورته همیشه ورسیږي ، ژوند حتماً پای مومي یوه ورځ به تر خاورو لاندې وو دنیا کې به مو یواځي نوم یاد پاتې وي هغه هم تر یو وخته پورې ، یواځې به هغه څه گټه راته ورسوي چې په ژوند کې مو ترسره کړي دي او هره ورځ باید د ژوند وروستی ورځ وگڼو .

سید یحی عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *