تاریخ او جغرافیه

غواړم نفوذي برید وکړم!

۱۳۹۰ هـ لمریز کال
راته کړل یې: غواړم یوه مشوره درسره وکړم، د ملګرونه به لږ ها خوا کښېنو، ما ورته ښه کړه.
نور نه غواړم چې دا مسؤلیت وکړم. زه د کابل په اداره کې داسې څوک پیدا کولای سم چې به اردو کې مې وګوماري او بیا مې د امریکایانو سره د دوی د ساتونکي په حیث مقرر کړي. که ستاسو خوښه او مشوره وي زه به همداسې وکړم او پر امریکایانو به وروسته نفوذي برید تر سره
کړم.
ما ورته وویل زه داسې مشوره نه درکوم، دا مې نه ده خوښه ځکه دلته ستاستو خدمت ستر دی، د ملګرو سرپرستي مو تر غاړې ده. ستاسو د کوښښ له امله خلک جهاد ته هڅېږي. په ډېر تکلیف مې قناعت ورکړ چې خپل ددې پلان نه په شا
سي.
پوهېږئ دا شخصیت څوک وو. هوکې! دا اتل حاجي هېواد شهید وو چې د دې مشورې پر وخت د هرات لپاره د اسلامي امارت لخوا والي وو. همدا شان د یوې قوي اوپياوړې جبهې مسؤل وو چې په سلګونو نظامي ملګري یې لرل. د هلمند ولایت له مرستیالۍ نه واخله بیا کابو د ټولو ولسوالیو نظامي مسؤل پاتې شوی
وو.
امریکایانو او انګرېزانو ته خورا مطلوب وو، خپله جهادي مبارزه یې په بېلابېلو نومونو پر مخ وړله لکه (احمد شاه، حاجي فاروقي، حاجي نذیر، شهاب الدین، جانان او حاجي هېواد) خپل نوم یې ملا جیلاني او د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
متعال رب په ډېرو کمالاتو نازولی وو، د مدارسو له جوړولو سره یې ژوره مینه لرل، د جګړې په ډګر کې یو پیاوړی او با عزمه قوماندان وو، د شهیدانو د کورنیو سرپرستۍ ته یې ځانګړې پاملرنه کوله، د ولسي خلکو سره یې اړیکې ډېرې صمیمانه وې، د زخمیانو د حالت پوښتل یې د ځان وجیبه ګڼل، پر وعده یې وفا
کوله.
تاسو باور وکړئ دده پرکړنو همېشه ماته غبطه راتلله. بالاخره د امریکایانو په یوه چاپه کې زخمي او ونیول سو چې بیا همالته په شهادت ورسېد …
انالله وانا الیه راجعون.

مولوی حیات الله مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *