
افغانستان
غور کې څلور تنه د کانونو د غیر قانوني کیندنې په تور ونیول شول
د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې یې څلور تنه د کانونو د غیرقانوني کیندنې په تور نیولي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو له لوري د شهرک ولسوالۍ د سربو کان کې د غیر قانوني کیندنې پرمهال نیول شوي دي.
بدري زیاته کړه، چې نیول شوي کسان ترڅېړنو لاندې دي، چې دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.