افغانستان

فاریاب او کندز کې ۱۵۸ تنه له دیني مدرسو څخه فارغ شول

د فاریاب او کندز د بېلابېلو خصوصي مدرسو مسوولین وايي، چې په یادو ولایتونو کې د قرآنکریم ۲ فاضلان او ۱۵۶ تنه حافظان فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
فاریاب کې ۱۲۲ تنه د فاریاب د قیصار ولسوالۍ له مرکزي مدرسې څخه او د دوو نجونو په ګډون ۲۸ تنه د کندز د چاردرې ولسوالۍ د جامعه رشيدیه مدرسې څخه او ۸ تنه نور یې د یاد ولایت د دارالحفاظ تحسین القران مولوي محمد عمرحنیف له مرکزي مدرسې څخه فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.
د کندز ولايت د چهاردرې ولسوال قاري نعمت الله صلاح الدين د مدرسو په فراغت غونډه کې وویل، چې حکومت ژمن دى، څو ځوانانو ته په بېلا بېلو په ځانګړې توګه دیني برخه د زده کړو زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *