افغانستان

فاریاب کې د درېو سیمو بیا رغونې اصلاحي پلان تائید شو

د کور او ښار جوړو وزارت د فاریاب ولایت د کوهي خانه، خواجه پایتخت او نذیرآباد سیمو د بیارغونې اصلاحي پلان د تائيدېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاري چارو د نقشو د ویزه کولو کمیسیون غړو د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ په ناسته کې همدارنګه د دې کمیسیون غړو په بېلابېلو ښاري موضوعاتو لکه د بامیان ولایت د (کوسه بند) د تفصیلي پلان په اړه خبرې اترې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، چې د ښاري چارو مرستیال د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون غړو د ښاري چارو اړوند پرېکړو کارونه په خپل وخت تائید کړل او د بامیانو ولایت د (کوسه بند) د تفصیلي پلان د فني ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *