افغانستان

فاریاب کې ملي سوداګر جومات جوړوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د زابل ولایت امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي او د هېواد یو ملي سوداګر حشمت الله ارمان سره وکتل.د زابل امنیه قومندان په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور وړاندې کړ. هغه زیاته کړه، چې سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د خدماتو رسولو په موخه هڅې کوي.په ورته وخت کې ملي سوداګر حشمت الله ارمان په دغه کتنه کې وویل په پام کې لري، چې د میمنې ښار د ښاروالۍ پارک کې په ټولو عصري امکاناتو سمبال لوی جومات جوړ کړي او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دې پروژې د عملي کېدو او لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو او همدارنګه د ملي پانګوالو او تاجرانو د مرستو رسولو، سوداګریزو فعالیتونو او پانګونو قدرداني وکړه.همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو د ټولو پانګونو او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په هېواد کې د خیریه فعاایتونو هرکلی کوي او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.د یو بل خبر له مخې د ریاست الوزرا اداري مرستیال پرون د تخار له والي مولوي ضیاالرحمن مدني سره وکتل. په دې کتنه کې لومړۍ د تخار والي مولوي ضیاالرحمن مدني په یاد ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړ.نوموړي د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د پراختیایي پروژو تطبیق د ولسوالیو د سړکونو جوړولو، ښوونې او روزنې او د دې ولایت خلکو ته د کارموندنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دغه کتنه کې د تخار د سیمه ییزو چارواکو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د امکاناتو په نظر کې نیولو سره یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *