
نړۍ
فرانسه کې د کردانو پر یوه غونډه د برید پرمهال درې تنه وژل شوي
د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې د کردانو پر یوه غونډه د برید پرمهال درې تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې تیره ورځ یوه وسله وال کس پر هغه ځای ډزې وکړې چې ډېری کردان دکانونه او کافې خانې پکې لري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه بوږنونکې پېښه بللې ده. رویټرز راپور ورکړی چې د دې برید درې واړه قربانیان کردان دي. ویل کېږي دا برید هغه ۶۹ کلن سړي کړی چې تازه له زندانه خوشې شوی و.