نړۍ

فرانسې د هند الوتکه د انساني قاچاق په شک درولې

د راپورونو له مخې پرون ورځ څلورو فرانسوي قاضیانو د ۳۰۰ هندي مسافرینو څخه پلټنې پیل کړې چې الوتکه یې د پاریس سره نږدې د انساني قاچاق په شک په واټري هوايي ډګر کې درول شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه الوتکه چې له دوبۍ څخه نیکاراګوا ته روانه وه، د پنجشنبې په ورځ د پاریس په ختیځ کې د واتري په هوایی ډګر کې د تیلو اخیستلو لپاره ښکته شوې وه. فرانسوي ځایي چارواکو د انساني قاچاق د شک په اړه د یو پیغام له ترلاسه کولو وروسته د دغې الوتکې د پرواز مخه نیولې ده. فرانسوي قاضیان دا واک لري چې دغه مسافرین د سوال او ځواب په خاطر تر ۱۶ ورځو پورې وځنډوي. په پاریس کې د هند سفارت د شنبې په ورځ د ډیسمبر په ۲۳مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د دې پېښې د ژر حل موندلو لپاره لاس په کار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button