افغانستان

فراهي:مشهور جهادي مرکزونه به د مستند تاریخ په شکل راتلونکي نسل ته وړاندې کړو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال مولوي لطف الله خيرخواه د تورې بوړې له جهادي مرکزونو څخه لیدنه کړې.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ویلي؛ توره بوړه د تاريخي ارزښت له نظره یوه سیاحتي سیمه ده، چې ښه طبیعي هوا، رڼې اوبه او لوړ غرونه لري.نوموړي زیاته کړې، موږ به هڅه وکړو، چې د تورې بوړې ترڅنګ د نورو مشهورو جهادي مرکزونو تاریخچه ولیکو او راتلونکي نسل ته یې د یو مستند تاریخ په شکل وړاندې کړو.د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال یاده سیمه یوه تاریخي سیمه بللې او ویلي يي دي؛ داسې سیمو تـه تګ د جهاد او مجاهدینو سره د بې کچې مینې په معنی دی، موږ به هڅه وکړو، چې د جهاد لومړي مرکزونو ته پر وخت سفرونه وکړو او د سیمې د خلکو ستونزې حل کړو.د سیمې خلکو له مشرانو څخه د ښوونځي، کلینک او سړک جوړولو غوښتنې کړي.مرستیالانو د سیمې اوسیدونکو ته ویلي، چې ستاسې شته ستونزې او اړتیاوې به له اړوندو مسولینو سره د حل په موخه شریکې کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *