افغانستان

فراه کې د اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړېږي

د فراه د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د یاد ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۶ کوچنیو شبکو د جوړولو د چارو د پیل خبر ورکوي. د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس محمد نسیم ۵مخ
سرهنګ وايي، د پشترود ولسوالۍ اړوند ۱۶ بېلا بېلو سیمو کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۸۴۹ زره ۶۰۰ افغانیو په لګښت د ۱۶ کوچنیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي وویل، چې د اوبو رسولو د یادو ۱۶ شبکو پر مټ به ۶۴۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. هغه زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د سیمې ګڼ شمېر کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې او ترڅنګ یې په زابل، پکتیا او فراه ولایتونو کې هم د اوبو د ۳۵ څاګانو د کیندلو چارې پیل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *