افغانستان

فراه کې د یوه کور نړېدو پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

د فراه د طبیعي پېښو  پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اسراییل سیار ویلي، چې د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله هغه کورنۍ چې د ښادۍ په مراسمو کې یې ګډون کړی و ۶ تنه مړه او ۹ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button