
فراه کې پر یوه قاتل د قصاص حکم تطبیق شو
شریعت: د اسلامي امارت سترې محکمې له لوري پرون د فراه ولایت په مرکز کې په یوه کس د قصاص حکم تطبیق شو.
شریعت: د اسلامي امارت سترې محکمې له لوري پرون د فراه ولایت په مرکز کې په یوه کس د قصاص حکم تطبیق شو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس تاجمير نومېده، چې شاوخوا ۵ کاله وړاندې يې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ اړوند د ګنګ په کلي کې د مصطفی په نوم یو کس په ډېره بې رحمۍ سره په چاقو وژلی وو او د نوموړي موټر سایکل او ټلیفون يې له ځان سره وړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورن قضیه د دریو واړو(ابتدایه، استناف او تمیز) محکمو په پوره غور سره څېړلې او د قصاص حکم يې پرې کړی دی.
سرچینې همدارنګه ویلي، چې د قصاص دغه پرېکړه د دریو واړو محکمو تر تائید وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ته
لېږل شوې او هلته هم د پوره احتياط او غور په موخه د عالمانو په یوه مشورتي ناسته کې تائید شوې ده.
د قصاص دغه حکم پرون د فراه ولایت په مرکز کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې عملي شوه، چې د سلګونو کسانو تر څنګ په کې، د سترې محکمې رئیس، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د عدلیې، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارتونو سرپرستانو او ګڼو نورو مسوولینو ګډون کړی وو.