ټولنه اوکلتورلیکنې

فرهنګي يرغل او پر وړاندې يې د مبارزې اړتيا

افغانستان په ‌دې وروستيو څو لسيزو کې د نظامي يرغلونو ترڅنګ له پراخو فرهنګي يرغلونو سره هم مخ و او دی چې منفي او ورانکاره اغېزې يې تر مخامخ او پوځي يرغلونو هم ډېرې محسوسې دي ځکه چې دغه چاره پر افکارو او اذهانو ډېر منفي او اوږدمهاله اغېزې کوي چې جبرانول يې پراخو او هراړخيزو هلو ځلو او د فکري رغاونې بېلابېلو پروګرامونو ته اړتيا لري.
په اوسني وضعيت کې رسنۍ چې د نوې ټيکنالوژۍ پرمټ يې د کابو هر وګړي کور ته ځان رسولی، د بهرني فرهنګي یرغل په برخه کې د پام وړ ونډه لري. دا له ټوله ييزو او ټولنيزو رسنيو څخه په پراخه کچه د استفادې پايله ده چې نن ورځ لوېديځ يرغلګرو خپل وحشيانه فرهنګ د تمدن او مډرنيزم په بڼه خلکو ته ور پېژندلي او د مخالفو ملتونو په تېره بيا مسلمه امت اصل فرهنګ ترهګرۍ او وحشت او دهشت ګڼي چې له بده مرغه دغه ذهنيت د ډېرو خلکو اذهان اشباع کړي او له خپل اصلي او اسلامي فرهنګه يې لرې او پردي کړي دي.
د فرهنګي او فکري يرغل اغېزې دومره ژورې او مخربې دي، چې د پوځي اشغال له پای ته رسېدو وروسته هم تر کلونو پورې د خلکو په ذهنونو کې پاتې کېږي. افغانستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو څو لسيزو کې د نظامي يرغلونو تر څنګ د تېري کوونکيو له پراخو فرهنګي او فکري يرغلونو سره هم مخ وو او په دې برخه کې په ميلياردونو ډالر لګول شوي چې له امله يې ډېر افکار له دغو شومو تبليغاتو اغېزمن شوي دي. دغو تبليغاتو ځينې اذهان د صليبي يرغلګرو پر پروپاګند او تبليغاتو دومره باوري کړي چې هر دروغ يې ورته رښتيا ښکاري. د بېلګې په ډول څو ورځې وړاندې د پاکستاني‌الاصله امريکايي ډاکټر حسن عباس « د امریکایانو له وتلو وروسته افغانستان ته د طالبانو بيا راتګ» (The Return Of Taleban Afghanistan After The Americans ) په نوم کتاب کې له نامعلومو سرچينو څخه په استفادې د اسلامي امارت پر ځينو مسئولينو يو لړ تورونه لګوي چې د ځينو مغرضو او غوليدلو افغانانو غبرګونونه يې راپارولي دي.
تېره ورځ په دفتر کې له همدې مسئلې سره مخ شوم، زموږ يو همکار هم وويل« يو چا راته وويل چې د حسن عباس په نوم يو پاکستاني ډېر يو مهم کتاب ليکلی او ډېر واقعيتونه يې په‌کې راخيستي». هغه ډېر ليواله و،چې دغه کتاب ترلاسه او مطالعه کړي. خو کله مې چې د ليکوال د شخصيت، مخينې او د کتاب د ځينو بې بنسټه ادعاوو په اړه ورته معلومات وړاندې کړل. تر ډېره يې قناعت حاصل شو .
که څه هم د اسلامي امارت وياند ښاغلي ذبيح‌الله مجاهد هم د حسن عباس کتاب ته د غبرګون په اړه خپله اعلاميه کې هغه يو استخباراتي مامور ګڼلی، د هغه له نيم ساعته مرکې چې له امريکا غږ آشنا ټلويزيون سره يې کړې، ښکاري چې دغه شيعه مذهبه استخباراتي مامور له اسلام دين، سني مذهب او اسلامي نظام سره کينه لري او د کتاب ليکلو موخه هم دا بيانوي څو نړۍ يوځل بيا د ۲۰۰۱‍ کال په څېر د اسلامي امارت پر ضد ګډ دريځ نيولو ته وهڅوي.
دا يوازې د حسن عباس کتاب نه‌ دی بلکې له دې وړاندې هم د وسله وال مقاومت، جهاد او افغاني ارزښتونو د بدنامولو لپاره د احمد رشيد او ځينو نورو استخباراتو کړيو له‌خوا دغه ډول مغرضانه هڅې شوي او د اجرې ميډيا له‌خوا يې په پراخه کچه انعکاس موندلی دی.
دا چې له دې مخکې د نظامي يرغلونو او په هېواد کې د لاسپوڅو رژيمونو د اقتدار له امله د دې فرصت نه‌ و، مساعد چې اړوندې ادارې، رسنۍ، علماء، ټولنيز مشران او روڼداندې د پرديو د دغه ډول فکري او فرهنګي يرغل مخه ونيسي او نوي نسلونه په اسلامي روحيې سره سمبال کړي خو اوس چې لله الحمد د افغان مجاهد ولس په سرښندنو او قربانيو سره د اشغالګرو نظامي يرغل مات او په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، نو دا د اسلامي نظام د مسوولو ادارو، ليکوالانو، رسنيو، علماوو، علمي مرکزونو او روزنيزو مؤسسو دنده ده چې د يو منظم پلان له مخې په نظامي ډګر کې مات شويو اشغالګرو د دغه تبلیغاتي او فکري یرغل مخه ونيسي او له دې اړخه د زړو ټپونو په درملنې سره په افغانانو په تېره بيا ځوان نسل کې اصيل فرهنګ بېرته راژوندی کړی څو استخباراتي شبکو ته دا فرصت ورکړي چې په راتلوونکي کې په دغه ډول مغرضانه هڅو سره زموږ اذهان اشباع او د خپلو موخو لپاره ورنه ناوړه ګټه واخلي.

ابوالياس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *