مقالی اوتبصرې

فلسطین او 80 کاله مبارزه

شپږمه برخه    -    ژباړن: سلطان جان خاکسار

د ۱۹۸۷ کال په اوږدو کې د فلسطین اسلامي غورځنګ یا حماس سر را پورته کړ. دا غورځنګ د اخوان المسلین د رهبرانو له لوري چې په سر کې یې شیخ احمد یاسین، دوکتور عبدالعزیر رنتیسي او محمد طه موجود وو، رامنځته شو. مانا دا غورځنګ د اخوان المسلین د مشرانو په لاس رامنځته او د اخوان المسلین د یوې فلسطینۍ څانګې په توګه یې فعالیت پیل کړ. حماس غورځنګ هم یو اسلامپاله سیاسي ـ پوځي- فلسطیني غورځنګ دی چې پر وسله والې جګړې باوري دی او د فلسطین پر کاملې فتحې او  د یهودو پر نابودۍ پورې به خپله جګړه پر مخ وړي. د حماس منځته راتګ اصلا د اخوان المسلین په ستراتېژۍ کې لوی بدلون راوست.

ویل کېږي چې د حماس مقاومت غورځنګ د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په نهمه په داسې حال کې جوړ شو چې فلسطینیانو په فلسطین کې د اسرائیلي رژیم پر ضد له پخوا نه لاریونونه او  په لویه کچه پاڅونونه کړي وو. د دې غورځنګ ټول یا هم اکثریت غړي سني الاصله مسلمانان دي. د دې غورځنګ لومړنۍ مشري د شیخ احمد یاسین په مشرۍ د یوې اووه کسیزې ډلې په غاړه وه. احمد یاسین څو کاله د دې غورځنګ مشر و،چې وروسته په ۲۰۰۴ م کال کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا شهید کړای شو.

د حماس بل مشر عبدالعزیز رنتیسي هم په همدې کال کې ووژل شو. بیا خالد مشعل د حماس مشري په غاړه واخیسته او په ۲۰۱۷ م کې اسماعیل هنیه د دې ډلې مشري ته غاړه کېښوده.

په ۲۰۰۵ کې، حماس وتوانېده چې په عربي نړۍ کې د لومړۍ اسلامي ډلې په توګه د فلسطین ټاکنې وګټي او سیاسي ډګر ته ننوځي. دغه ډله په ۲۰۰۷ کال کې د محمود عباس په مشرۍ د فتح له ځواکونو سره له جګړې وروسته په دې وتوانېده چې د غزې په تړانګه کې د فلسطین څخه د جلا شوې ځمکې په توګه سیاسي واک ترلاسه کړي.

ویل کېږي چې حماس هم د اخوان المسلمین د نورو څانګو په څېر د خپلې ایډیالوژۍ لویه برخه د مصر د اخوان المسلمین بنسټ ایښودونکي او تیوریسن حسن البنا څخه اخیستې ده.  دوی د حماس د غورځنګ تنظیمي جوړښت د اخوان المسلمین له عمومي جوړښت سره ورته ګڼي او د اسلامي اصولو، شورا او مشرتابه پر بنسټ د خلکو د بیعت او اطاعت په نتیجه کې رامنځته شوی. د حماس فعالیتونه د دریو اصلي بنسټونو لخوا اداره کېږي: سیاسي دفتر، د تبلیغاتو دفتر او نظامي دفتر. د دې غورځنګ نظامي څانګه چې د القسام کنډک په نوم یادېږي، په ۱۳۷۰/۱۹۹۱ میلادي کال کې رامنځته شوه. دغه شان حماس  د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۸ مه، د ۱۳۶۷ کال د زمري له ۲۷ سره برابره ده، حماس یو ۳۶ ماده يیز منشور خپور کړ او خپل اهداف او تګلاره یې اعلان کړه. دوی په خپلو بیانونو کې ویلي چې تګلاره یې د اخوان المسلمین له پخوانیو دریځونو سره چندان ډېر توپیر نه لري.

د فلسطین اسلامي دولت برپا کول او له صهیونیسټي رژیم سره مقابله د حماس د اساسي قانون له اصلي او ستراتیژیک محور څخه ګڼل کېږي.  د غورځنګ پر اسلامي ماهيت ټينګار، د اسلامي شريعت پر بنسټ د اسلامي دولت او اساسي قانون پر ټينګښت ټينګار، تر قيامت پورې د ټول اسلامي امت پر فلسطين ټينګار او پر جهاد ټينګار یې له ښکاره او څرګندونو ارمانونو څخه دي.

د تړون په اتمه ماده کې د حماس شعار د اخوان المسلمین شعار ته ورته دی. موږ وړاندې هم وویل چې د حماس غورځنګ  د منشور مادې له اخوان المسلین سره چندان ډېر توپیر نه لري.

د حماس نظامي او پوځي سرتېري د یهودو صهیونستو پر وړاندې په رښتیني مانا جګړه پر مخ وړي او په دې برخه کې یوازې له الله تعالی پرته له هېچا ډار نه لري. حماس په وار وار د اسرائیلو بریدونو ته ځواب ورکړی، له هغه سره په جګړه کې ښکېل شوی او د اسرائیلو ښارونه یې په راکټونو په نښه کړي دي. تر اوسه د اسرائيلو او حماس تر منځ څو لويې جګړې شوې،چې د اسلامي هېوادونو لکه قطر او يا هم د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوربند په پايله کې هوارې شوي دي.

دا ډله د فلسطین د زکات او شرعي فنډونو په شمول محدودې مالي سرچینې لري، او دا ډله د مسلمانانو او د دوی سره د تړلو هېوادونو لکه سعودي عربستان، مصر ، ایران او سوډان په مالي مرسته اداره کېږي.

حماس، د اسلامي مقاومت غورځنګ (حرکة المقاومة الاسلامية) په نوم يو سنيـ مذهبي غورځنګ او په فلسطين کې د اخوان المسلمين يوه پخوانۍ څانګه ګڼل کېږي.

حماس د فلسطين تر ټولو ستره اسلامي جهادي ډله ده چې فلسطین کې د اشغال شویو سیمو بیا ازادونه او د پخواني برم ترلاسه کول د حماس د منشور یوه ستره ماده ده.

د حماس د منشور له مخې د دغې ډلې يو له اصلي هدفونو څخه د صهيونېسټ رژيم له منځه وړل دي.

حماس غورځنګ په فلسطین کې د اسلامي دولت د جوړولو ترڅنګ سره له اوسه د افرادو، کورنیو او ټولنې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپل فعالیت ته لومړیتوب ورکړی او په دې برخه کې هم لاسته راوړنې لري.

د حماس ملاتړي دغه ډله په سیمه کې د مقاومت ځواک  ګڼل کېږي،چې د یوه ځانګړي منشور له مخې فعالیت کوي. ځینو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا او اروپا ګوډاګیو دغه ډله د تروریستانو په نوملړ کې شامله کړې ده. ځینې هېوادونه یوازې د حماس نظامي څانګه، یعنې د عزالدین قسام لوا توریرست  ګڼي؛ خو ملګرو ملتونو تر اوسه د حماس کومه برخه ترهګره نه ده اعلان کړې. له بلې لخوا د امريکا متحده ايالاتو ، بريتانيا او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو حماس يا د هغې پوځي څانګه د تروريستي ډلو په لېست کې شامله کړې او  له همدې امله یې ګڼ بندیزونه پرې لګولي دي.

د حماس ځلېدنه او عامه مقبولیت:

فتح غورځنګ تر ۲۰۰۵ م کاله په فلسطین کې فعال و او تر دې وخته یې د فلسطین اداره په لاس کې وه خو د یوه دولت په ډول هم ونه توانېدل چې فلسطین او یا هم د فلسطین اوسېدونکو ته لوی کارونه وکړي. نو فلسطینیان له دې ډلې ناهیلې شول او د حماس نظامي، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو ته یې پاملرنه واوښتله. حماس اوس هم د یوه پوځي، سیاسي او فرهنګي غورځنګ په توګه کار کوي. دغه غورځنګ له اسرائیلو سره د اسلو تړون نه دی منلی. حماس تر دې دمه ګڼې قربانۍ ورکړي او پر اسرائیلو یې رڼا ورځ تیاره کړې. پر اسرائیلو یې چریکي بریدونه کړي، توغندي یې پرې ویشتي او ارام ته یې نه دي پرېښي. باید یادونه وشي چې حماس خپل فعالیتونه یوازې تر نظامي او سیاسي فعالیتونو پورې نه دي محدود کړي، بلکې په فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو یې غزه کې لوړ نوم ګټلی دی. دغه ډله اوسمهال په فلسطین کې د خیر ښېګڼو پر کارونو، د مدرسو، ښوونځیو پر جوړولو، د روغتونونو پر تاسیسولو، د کتابتونونو پر پرانیستې او ورته نورو فعالتیونو بوخته ده.

د حماس بریا او د ټولټاکنو ګټل

حماس غورځنګ په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د تمې خلاف تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او د فلسطین په ټولټاکنو کې یې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې. دا لومړی ځل و چې دا غورځنګ د یوه دولت په توګه رامنځته کېږي چې په همدغه کال یې اسماعیل هنیه خپل مشر وټاکه. په همدغه کال د اشغالګرو، امریکا، فرانسې، بریتانیایي او نورو زبرځواکونو ملاتړي لاس په کار شول، د حماس مخالفت ته یې ملا وتړله. په ۲۰۰۷ م کال کې فتح ډله له حماس سره په وسله واله جګړه واوښته چې په یوه ناڅاپي برید کې فتح پر شا او غزه یې پرېښوده. محمود عباس هم سر غړونه وکړه او د اسماعیل هنیه له ولسي او رسمي دولت څخه یې انکار وکړ او د سلام فیاض په مشرۍ یې یو انتصابي دولت اعلان کړ.

دغه مهال له څو اړخونو پر حماس فشارونه زیات شول. فتح، د محمود عباس انتصابي دولت، اسرائیلو، امریکا او د دوی ګوډاګیو غوښتل چې حماس له پښو وغورځوي. صهیونستانو په دې هم بسنه ونه کړه. په ۲۰۰۹ م کال کې یې پر غزې بمبار وکړي او دې جګړې ۲۲ ورځې ونیولې. حماس چې د فلسطین د بې دفاع خلکو ملاتړي او فلسطینیان یې هم له زړه دفاع کوي، اسرائیلو او کفري نړۍ نه شوای زغملی. په دغو بمباریو کې ۱۴۰۰ تنه شهیدان او ۳۰۰۰ نور زخمیان شول چې اکثره قربانیان یې ماشومان، ښځې او عمرخوړلي وو. په دغو بمباریو سره د فلسطین د خلکو او نړۍ په زړونو کې اسرائیل د یوه منفور دولت په توګه منعکس شول. د اسرائیلو او مسلمانانو جګړه به هله پای ومومي چې مسلمانان بریالی او اسرائیل ډله ییز له تېغه تېر کړي. د مسلمانانو د بریا زېری رسول الله ص ورکی دی. بخاري شریف کې عبدالله ابن عمر رض او ابو هریره رض څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمایلي: «قیامت به تر هغو نه راخي چې مسلمانان له یهودانو سره جنګېدلي نه وي، مسلمان هغوی یو یو ونه وژني او پر هغوی سوبمن نه شي. تر دې چې کوم یهودي چې د کومې ونې او ډبرې شاته پټ وي،نو ډبره او ونه به اواز کوي چې ای مسلمانانه او ای د خدای بنده! راشه یو یهودی زما تر شا پټ دی، هغه هم ووژنه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button