نړۍ

فلسطین کې بیاځلې ډله ییز قبرونه موندل شوي

فلسطيني رسنيو د غزې د روغتونونو په شاوخوا ځایونو کې د ډله ییزو قبرونو د موندلو خبر ورکړی دی. د فلسطين دولت د رسنيو دفتر ويلي، چې ۴۹ نور فلسطيني جسدونه له یو ډله‌ييز قبر نه ترلاسه شوي دي. ویل کیږي دغه مړي له الشفا‌ء روغتون څخه ترلاسه شوي دي.الشفا‌ء هغه روغتون دی چې صهیونستانو پرې برید کړی و او تر ډېره یې کلابند کړی و. خبرپاڼه زیاتوي چې ښایي په غزه کې ورته نور ډله ییز قبرونه هم وموندل شي. د یادونې وړ ده چې لا پخوا هم په غزه کې ډله ییز قبرونه موندل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button