بېلابېلې لیکنې

فيمينزم (Feminism)

لومړۍ برخه / لطف الرحمن قمري
فيمينزم په لغت كې د Female له کلمې څخه اخستل شوى دى، چې د ښځې په معنا ده، په دې توګه د فيمينزم معنا د ښځينوو په پلوۍ سره كولاى شو.
فيمينزم د شلمې پيړۍ د شپږمې لسيزې په پاې كې د يو منظم خوځښت په توګه را ښکاره شو.
دا هغه فكري، سياسي، ټولنيز او د بېلا بېلو افكارو او تګلورو پر بنسټ ولاړ خوځښت دى چې هدف يې ټولنيز او فرهنګي بدلونونه را منځ ته كول دي او د نر اوښځې ترمنځ د اړيكو د څرنګوالي د بدلون لپاره كار كوي، استراتيژيكه موخه يې د ښځې او نر تر منځ بشپړ مساوات راوستل دي، او په دې اړه د نر او ښځې دواړو جنسونو تر منځ د دښمنې او كركې اچونې څخه كار اخلي، او بالآخره د دين ، ژبې، تاريخ او كلتور نوې بڼه رامنځ ته كول غواړي.
ټولې هغه ډلې چې د فيمينزم تر نامه لاندې په كار بوختې دي، دا باور لري چې ښځينه په ټولنه كې د يو ډول بې عدالتۍ او تيريو سره مخ دى،خو د دغه تيريو او بې عدالتيو د لاملونو په اړه جلا جلا څيړنې او نظرونه لري، چې د همدغه اختلافاتو پر بنسټ د فيمينزم خوځښت په خپل منځ كې په بېلابېلو تګلورو او ډلو ويشل شوى دى.
فيمينزم څه وخت رامنځ ته شو؟
په لوېديځ كې حاكم رومي تمدن ښځينه د هر ډول حقوقو څخه بې برخې كړې وه، او ښځينه به په ميراث وړل كيدې، او په ټولنه كې دښځو په اړه د خشونت او سختۍ كولو تصور حاكم و.د يونان په ديموكراسۍ كې هم ښځه د غلامانو په څير پلورل كيده او د هيڅ ډول ملكيت درلودلو حق يې نه درلود د رومې امپراطورۍ له نړيدو وروسته ښځې څه ناڅه ساه واخيسته او د مسيحي حكومت پرمهال ښځې وكولاى شول چې كليسا ته لار پيدا كړي، او څه ناڅه حقوق ترلاسه كړي، خو كله چې په لسمه او يوولسمه پيړۍ كې اسلام اروپا ته ننوت، ورو ورو ښځه د سياست، اقتصاد او ټولنيزو ډګرونو ته مخه كړه، خو په ديارلسمه او څوارلسمه پيړۍ كې چې د اروپا حالات ګډوډ شول،ښځْې يو ځل بيا خپل ګټلي حقوق بايلودل او په پنځلسمه او شپاړسمه پيړۍ كې چې د اروپا د رنسانس( ويښتابه) عصر و، ښځينه طبقه له ډير بد برخليک سره مخامخ شوه، چې همدغه پېر د ښځې د مدني مړينې په نامه نومول شوى دى، د رنسانس بدلونونو په اروپا كې الحادي، ماديت پرستۍ دانسان د اصالت او فرد ګرايۍ نظريات وزيږول، چې په پايله كې يې ښځو د خپلو حقوقو د لاس ته راوړنې لپاره مټې راونغښتې، او د خپلو ضايع شويو حقوقو د راګرځولو غږ يې پورته كړ، له همدې ځايه د فيمينزم ( ښځينه پلوۍ) تصور رامنځ ته شو په دې توګه ويلاى شو چې د ښځينه پلوۍ خوځښت د اروپا د تيريو په غبرګون كې او د لويديځ د ظلمونو څخه د خلاصون لپاره سر راپورته كړى و، چې د پيدايښت تاريخي بهير يې په دوه پړاوونو ويشلى شو:
1. هغه خوځښتونه چې د نولسمې پيړۍ په پاى او د شلمې پيړۍ په پيل كې راو ټوکيدل او يوازې د ښځو د حقوقو د بېرته را ګرځولو او ښځو ته د مساوي حقوق د وركولو آواز يې را پورته كړ.
2. هغه خوځښت چې د شلمې پيړۍ د شپږمې او اومې لسيزې په شا او خوا كې يې سر راپورته كړ ، چې له ځانه سره ځانګړى فلسفي ليد، تاريخي، ټولنيز ، اقتصادي او سياسي برنامه اوکړنلاره لري، چې مونږ په دې ليكنه كې پر همدغه خوځښت باندې غږيږو.
فيمينستې ډلې:
دا چې فيمنستې ډلې چې هره يوه يې په ځانګړې چاپيريال كې راپورته شوې ده، او پر ښځو د تيريو لاملونه هماغه ګڼي چې په خپله ټولنه كې يې ګوري، له همدې كبله د چاپيريال د اغيز او تر شا د حاكمو فلسفو پر بنسټ ،فيمنستان په څو ډلو ويشلې شو،البته دغه ويش وروسته لدې رامنځ ته كيږي چې دغه ډلې په يو لړ اهدافو او نظرياتو كې سره شريك دي، د بيلګې په توګه ټول فيمينست عناصر دا باور لري، چې ښځه د خپل جنسي توپير له كبله د تبعيض او تيري سره مخ ده، له بله پلوه سره په دې يو موټى دي، چې د دغه حالت د بدلون لپاره بايد كار وكړل شي.
1. ليبرال فيمينزم:
دغه ډله د انسان په بشپړه آزادۍ ، خوند پالنه او فردي حريت باندې باور لري، او له دې كبله چې مورولې او يا د واده په نتيجه كې ښځه توب په تقليدي كورنيو كې د انسان خوند پالنه او آزادي محدودوي، د كورنۍ د جوړښت څخه كركه لري، او باور يې دا دى چې په ټولنه كې د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو له لارې كولاى شو چې د ښځو لپاره بيله ټولنه را منځ ته كړو، او هڅه يې دا ده چې داسې ټولنه رامنځ ته كړي چې هلته كه ښځه او نر په بيولوژيكي لحاظ وجود ولري خو په ټولنه كې بايد د ښځې او نر خبره مطرح نه وي.
2. ماركسيست فيمينزم:
دغه ډله د ټولنې جوړښت ته د ماركس د فلسفې له كړكې راګوري. د ماركس نظر دا و چې په لومړنيو بشري ټولنو كې د كورنۍ د جوړښت څرك نه و، او د بشريت بقاء د پراخه انساني اړيكو له لارې روانه وه، خو له كله نه چې فردي ملكيت رامنځ ته شو، هلته نارينه وكولاى شول، چې ښځه تر خپل واك لاندې راولي، او په دې توګه د كورنۍ جوړښت په حقيقت كې د پانګوال نظام پايله ده، او اقتصادي لامل لري، نو كه چيرې اقتصادي ويش په مساويانه توګه وشي، بيا د كورنۍ جوړښت ته اړتيا نه ليدل كيږي.
3. راديكال فيمينزم:
دغه ډله په دې باور ده چې نارينه د ژوند په ټولو ډګرونو كې پر ښځو ظلم او تيرى كوي، او په هر ډ ګر كې يې ښځه له خپلو حقوقو بې برخې كړې ده، له دې كبله د ټولنې د جوړښت ټولو اړخونو ته بايد د شك په سترګه وكتل شي، او هڅه وشي چې په هر اړخ كې د نارينه واكمني ختمه شي، دوى مردسالاري يا د نارينه واكمني په كلكه غندي، او پر ضد يې خورا پراخه مبارزه كوي. دوى وايي چې په ټولنه كې دكار ډګرونه ويشل او يا ټولنه ښځې او نر ته ويشل ، د اجتماع او ټولنې د ظلم او تيري په نتيجه كې رامنځ ته شوی ده، او هيڅ ډول فطري اصل او اساس نلري.دوى په دې باور دي چې ښځه بايد له نارينه څخه جلا و اوسيږي.
د يادونې وړ ده چې پورتنې ډلې د فيمينزم مشهورې او پيژندل شوې ډلې دي، چې له دې برسيره څه نورې ډلې هم شته چې ځان دغه خوځښت ته منسوب بولي او ځانګړي فلسفي شاليدونه لري.آن تر د ې چې يوه ډله يې ځان ته اسلامي فيمينستان وايي، او هڅه يې دا ده چې دغه عقايدو ته په اسلام كې د ښٰځو د حقوقو ترنامه لاندې يو پوښ ور واغوندي، او د لږ سمون او تعديل له لارې وكولاى شي، چې ځان د دين سره په ټكر كې ونه ښايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *