افغانستان

قاري محمد یونس راشد:د نورستان ولایت د ځوانانو ستونزو ته رسیدګي کیږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد او ورسره مل پلاوي نورستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره وکتل.
په دغه کتنه کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان له قاري محمد یونس راشد سره په بېلابېلو برخو کې د نورستاني ځوانانو شته ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال قاري محمد یونس راشد وویل، چې په دغه ولایت کې به د ځوانانو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه یوسي او د ځوانانو لپاره به د ښوونې، روغتیا، سپورټ، فکري رغونې، ظرفیت لوړونې او کار زمینې برابرولو برخه کې اړينې آسانتياوې برابرې کړي.
په دې کتنه کې دغه راز د نورستاني ځوانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو او په شته فرصتونو هم هر اړخیزې خبرې وشوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *