ټولنه اوکلتورلیکنې

قدرمنو ځوانانو ته!

معززو ځوانانو له انټرنټ او غټو ټليفونونو استفاده وکړئ خو د ځان لپاره يې مصروفيت او دنده مه جوړوئ او په علمي او معلوماتي ډګر کې ګټه ترې پورته کړئ، له خپل ټليفونه کتابتون جوړ کړئ او په ليکلو او مثبتو روابطو کې ورڅخه استفاده وکړئ خو د ځان لپاره يې دنده او سرګرمي مه جوړوئ ځکه چې په بې ځايه مصروفيت د انسان قېمتي وخت خوشې تېروي او ګناهکارېږي د ژوند په ګڼو برخو کې انسان ډېر فرصتونه له لاسه ورکوي او علمي استعداد يې ورسره ټيټېږي.

د انسان پر مغز او اخلاقو د غټو ټليفونونو او انټرنټ منفي اغېزې په تحقيق او تجربه ثابتې شوې، نو ځکه ډېر احتياط ورسره وکړئ او ځانونه ورسره مه روږدي کوئ.

ټليفون او انټرنټ هم د نورو اسبابو غوندې سببونه دي چې هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای شي او هم بده استفاده،نو که موږ په منظم ډول مرتبه ښه استفاده ورڅخه وکړو،يقيناً چې له ګناه څخه به مو ځانونه ساتلي وي او ممکن په ځينو ځايونو کې الله تعالی ثواب هم راته راکړي او که مو بده استفاده ورڅخه وکړه بيا نو يقيناً چې ګناه مو کړې او الله تعالی به حساب راسره کوي.

په ټليفون او انټرنټ باندې د ښې او مباحي استفادې ځينې بېلګې:

۱-په ټليفون کې کتابونه او کتابتونونه ذخيره کول او استفاده کول.

۲-په ټليفون کې اسلامي مقالې او مطالب ليکل او له نورو مسلمانانو سره د اصلاح په نيت شريکول.

۳- په ټيلیفون علمي او اصلاحي مجالس او ويناوې ريکارډول او تر نورو مسلمانانو يې رسوله.

۴-په ټیليفون له خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره مثبتې او ښې اړيکې نيول.

۵-په انټرنټ کې د اسلامي نشراتو لپاره ويبپاڼې، پاڼې، ګروپونه او چينلونه جوړول او مسلمانانو ته په کې عقيدوي، فکري، عملي، اخلاقي او سياسي مثبت معلومات د اصلاح او سمون په نيت خپرول.

۶- په انټرنټ کې علمي او معلوماتي لټون او د ښو کتابونو، مقالو او معلوماتو راټولول.

۷-د انټرنټ له لارې د غږ، ليکلو او ويډيو په بڼه درسونه ورکول يا درسونه لوستل.

۸-د انټرنټ له لارې په علمي، معلوماتي او ښوونيزو ورکشاپونو او سيمينارونو کې ګډون کول.

۹- د انټرنټ له لارې له اړتيا سره سم د ورځنيو سيمه ييزو يا نړيوالو خبرونو اورېدل او تعقيبول.

۱۰- د انټرنټ له لارې خپل حلال تجارت ته مارکيټينګ يا بازار موندنه.مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *