دینې لیکنې

قرباني په چا کېږي؟

حبيب الرحمن «صالحي»

سریزه: څنګه چې رب العزت فرمایلي؛ ژباړه : یقیناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه (هدایت) کوي، چې هغه سمه او سيده لار ده او هغو مؤمنانو ته چې سم کارونه کوي دا زیری ورکوي، چې بېشکه د دوی لپاره لویه بدله ده.  الله تعالى د قربانۍ په هکله فرمايي:  ژباړه : (خو په یاد ولرئ چې) هېڅکله به الله تعالی ته (د ثواب له حیثه) نه د قربانیو غوښې ورسېږي او نه به ورته د هغو وینې ورسېږي؛ مګر الله تعالی ته ستاسو د پلوه پرهیزګاري (په همدې حیث) رسېږي. عزیزالتفاسیر- ۸ج – ص۲۶۸. ﴿الحج: ٣٧﴾ .

خو رسېږي الله تعالی ته له تاسې (د بنده ګانو له خوا) څخه پرهيزګاري (او خالص نيت) يعنې حقيقي او واقعي اخلاص د الله تعالی لپاره د انسانانو له خوا د ټولو اعمالو او أفعالو (عباداتو، معاملاتو او داسې نورو کړنو) د قبلولو لمړنی شرط ګڼل کېږي.

پدې هکله زه غواړم چې هغه څه بیان کړم، چې کم ترکمه د یو مسلمان لپاره لازم او ضروري دي، چې په قرباني پوه شي، اگر چې د قرباني احکام په اسلام کې ډېر زیات دي او د فتواوو او فقهاوو کتابونه پرې ډک دي، څرنګه چې په نورو برخو کې يې اجتهادونه کړي دي.  په یو کور کې آضحیه (قرباني) د چا په غاړه ده؟ صاحب د قرباني (هغه څوک چې قرباني کوي) غوشه وخوري او که يې ونه خوري؟ کومه غوښه (قرباني) کولای شي چې ذخیره یې کړي؟ کومه غوښه (قرباني) کولای شي، چې صدقه یې کړي؟ هغه حیوانات، چې اضحیه پرې جا‌‌ئزه ده كوم دي؟ او داسې نور.

د قربانۍ نصاب: په فتاوای (هندیه – ج۵ – ص۲۹۲) او په (الفقه الاسلامی وادلته – ج۳- ص۱۸۳۴) کې راغلي دي چې ما خلاصه کړي دي : د قربانۍ نصاب هغه نصاب دی، کوم چې د صدقه فطر نصاب دی، د صدقه فطر نصاب په موجوده مروجه وزن باندې (۸۵) ګرامه سره زر یعنې طلا او (۵۹۵) ګرامه سپین زر یعنې نقره یا د یو د دغو دواړو قیمت برابر نقدې روپۍ وي لکه: افغانۍ، ډالر او داسې مروجه روپۍ یا د تجارت سامان وي یا نور سامانونه چې د اصلي حاجت څخه زائده وي. په نصاب د صدقه فطر او نصاب د قربانۍ کې نه نماء شرط دی او نه حولان حول.

په چا باندې قرباني کېږي: ژباړه: آضحیه په آزاد، مسلمان، مقیم او غني واجب ده. په یو کور کې اضحیه (قرباني) د چا په غاړه ده:

که چېرې پلار او زامن سره په شریکه په یو کور کې اوسېږي او زامن یې مستقل کسب او ګټې  ونه لري، بلکې له پلار سره د پلار په ځمکه یا شرکت یا دکان یا په بل کوم صنعت کې په صفت د معینانو د پلار کار کوي، په دې صورت کې، ټوله دارايي د پلار ګڼل کېږي او زامن د دغې دارايي مالکان نشي بلل کیدای. فلهذا زکات، اضحیه، حج، صدقه د فطر او نور مالي واجبات صرف په پلار واجب ګرځي، نه په زامنو ، که زامن یې نورڅه مال چې نصاب ته رسېږي، ونه لري.

که ژوندی یې صدقه کړي: ژباړه: که څوک اٌضحیه ذبح نه کړي په خپل معینه وخت کې، بلکه ژوندی یې صدقه کړي په ایام (ورځو) د نحرکې یا يې قیمت صدقه کړي، وجوب دهدی یا آضحیه ترې نه ساقطېږي.

هغه حیوانات چې اضحیه پرې جا‌‌ئز ده:  ژباړه: په شرقاء یعنې چې غوږونه یې په اوږدوالي شق شوي وي، له منځ تر آخره پورې او خرفاء یعنې چې غوږونه یې سوري کړی شوي وي او حد اکثر یعنې د ثلث څخه زیات نه وي او په مقابله یعنې چې دمخ له طرفه د غوږ څخه څه پرې شوي او ځوړنده وي او په مدابرة یعنې د پسه آخر طرف د غوږ يې پرې شوي وي او ځوړنده وي، اضحیه او هدی پرې جا‌‌ئزه دی بدون له کراهته.

هغه حیوانات چې اضحیه پرې جا‌‌ئز نه ده: ژباړه: په حذاء یعنې چې تی (ضرع، پستان) يې پرې کړی شوی وي او په مصرمة چې خپل بچي ته شيدې نه شي ورکولای او په جداء چې تي یې وچ شوی وي یعنې شيدې نه ورکوي او په هغه باندې چې تي ته یې کوم مرض رسېدلی وي او بیا لرې کېدو د مرض داغ شوی وي او د داغ  په سبب سره يې شيدې بندې شوي وي، اضحیه او هدی پرې جائز نه ده او یا یې د څه علاج کولو په سبب شيدې بندې شي، پرې جائز نه دی.

ژباړه: او که چېرې د پسه او وزې د یو تي سر پیدا نه شي یا قطع شوی وي او اوښ یا غوا د دوو تیو سرونه نه وي پیدا شوي یا قطع شوي وي، اضحیه پرې جائز نه ده په اوښ یا غوا کې د یوتي سرپیدا شوی نه وي یا قطع شوي وي، اضحیه پرې جائز ده.

 ژباړه: په داسې ډنګر باندې اضحیه اوهدی نه کېږي، چې د هډوکو مغز يې ختم شوی وي.

ژباړه: په عمیاء یعنې چې په دواړو سترګو ړوند وي او په عوراء یعنې چې یوه سترګه یې بالکل نه وي او په عرجاء یعنې چې په دریو پښو باندې ځي او څلورمه پښه بالکل په ځمکه باندې نه شي لګولی او نه په تللو کې کوم کمک ترلاسه کولی شي او په مریض باندې چې مرض یې ښکاره وي او په هغه باندې چې غوږونه، لم یا لکۍ یې بالکل یعنې بیخي نه وي یا له بیخه پرې شوي وي او یا پیدایښتي بالکل نه وي، اضحیه اوهدی پرې جايز نه دی.

د پسه او غوا په ژبه کې توپير: ژباړه:  د عمرو بن حافظ څخه سوال وشو،چې بعضه ژبه د اضحې قطع او هغه د ثلث څخه زیاته وي ایا أضحیه پرې جواز لري په قول د امام صاحب – رحمه الله – چې ویلې یې دي، نه. ما چې فتوا گانې په دقیقه توګه مطالعه کړې په عباراتو د فقهاء کرام – رضي الله عنهم – کې فرق په ما بین د ژبې د پسه او غوا شته:

۱- پسه په ژبه واښه نه خوري، بلکه په غاښو یې خوري لکن غوا په ژبه واښه خوري له همدې امله اضحیه او هدي پرې جائز نه ده.

۲- قیاس په غوږ، لکۍ، سترګې د پسه شوې ده.

ژباړه: په لنډه توگه دا چې پسه په ژبه واښه نه خوري بلکې په غاښونو یې خوري، نو ځکه أضحیه پرې جائزه ده او غوا چې واښه په ژبه باندې خوري، نو له دې امله اضحیه پرې جائز نه ده.

خوړل، اطعام (میلمستیا) او ذخیره کول:

 ژباړه: په هدی د شکر او تطوع کې مستحب داده چې ثلث به يې صدقه کوي او ثلث به يې په اقاربو او غنیانو باندې هم خوړلی شي استحبابا او ثلث به يې د خپل ځان لپاره ذخیره کولای هم شي دا هم مستحب ده چې صدقه به له ثلث څخه نه کموي که چېرې څښتن د هدی عیال داره وو داسې کومه پراخي د رزق له مخې څخه ده ته حاصله نه وه چې په خپل عیال باندې پراخي وکړي بیا مندوبه داده چې ټوله غوښه د اضحیه خپل عیال ته پرېږدي صدقه او اطعام به ترې نه کوي پدې صورت کې بیا پرېښودل د غوښې د اضحیې بل چاته (غیردخپل عیال څخه) مکروه ده.

په بل مقام کې الله تعالى فرمايي: ژباړه: نو په خپله باندې يې ترې وخورئ او (هم يې) په سوال کوونکي او تمه کوونکي باندې وخورئ (تا سو ته اجازه ده). ﴿الحج: ٣٦﴾

له اجزاء د هدی یا اضحیه څخه استفاده کول:

(د کومې هدی یا آضحې چې خوړل د غوښې یې صاحب ته جائز نه وي، له هغه څخه هېڅ ګټه نه شي اخیستلی، بلکې صدقه به یې کوي لکه: پوستکی، وړۍ، شیدې او نور او که چېرې یې خوړل د غو‎ښې صاحب ته جائز وو، بیا وروسته له ذبحې څخه ګټه ترې اخیستلی شي…)

مړي ته قرباني کول: ژباړه: که چېرې څوک د مړي لپاره قرباني وکړي. مړي وصیت او أمر په قربانۍ سره کړی وي، بیا ورته قرباني وکړي، د دې قربانۍ غوښه به ټوله صدقه کوي او دوی به یې به خپله نه خوري اوکه چېرې مړی وصیت او امر په قرباني ونه کړي، د دې قربانۍ مالک په خپله ذابح دی یعنی په خپله یې هم خوړلی شي او بل ته یې هم ورکولی شي لکه هغه د خپل ځان لپاره قرباني کړي وي او ثواب د مړي لپاره دی.

په حرام مال قرباني نه کېږي:

اهل د صدقې کوم خلک دي؟

الله تعالى فرمايي؛ژباړه: بې شکه زکاتونه یې د فقیرانو لپاره خاص کړي وي، د مسکینانو لپاره هم، په زکاتونو  د عمل کوونکو لپاره هم او د مؤلفة القلوب لپاره هم (چې زکات سره د دوی په زړونو کې الفت اچول مطلب وي) او هم د دې لپاره خاص شوی،چې د غلامانو په ازادولو د قرضدارانو قرض ختمولو او هم د الله تعالی په لاره کې مصرف کولو او بالآخره له دې لارې په مسافرت کې مصرف شي زکات فرض کړی شوی دی) د الله تعالی له جانبه او الله تعالی پوه د حکمت څښتن دی.

پایله:   عبادت او قرباني، چې څنګه لازمه راته برېښي په هماغه ‌ډول یې پر ځای کړو، بايد چې د دنيا ژوند د آخرت لپاره توښه وګرځوو، يواځې مو بايد آخرت مقصد او هدف وي، دنيا يو ضرورت او په لاره د تيرېدلو د ځاى په څېر وګڼو لکه: چې رسول الله (ص)فرمايي؛ژباړه: زما له دنيا سره څه دي، زه خو په دنيا کې نه يم، مګر په لاره باندې تېريدونکى سپور چې د ونې سيوري ته راشي (لږ شيبه ورلاندې کېني) بيا ورڅخه ولاړ شي او هغه پرېږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button