
قرغزستان غونډه کې د افغانستان پر ملاتړ بیا ټینګار شوی
د افغانستان لپاره د امریکا او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازو د افغانانو د ملاتړ او سیمه کې د ټیکاو او امنیت لپاره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د قرغزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ازبيکستان او امریکا د ځانګړو استازو د تېرې اوونۍ د هغې ځانګړې غونډې اعلامیه خپره کړې چې پکې پر سیمه د افغانستان د اوسني وضعیت پر اغېزونو او په دې اړه د دوی د همکارۍ پر فرصتونو خبرې شوې. په اعلامیه کې راغلي چې سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده چې د داسې متحد، خپلواک، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړي چې ترهګري پکې نه وي او د ښځو او نجونو په ګډون يې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کېږي او له ځان او خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې وي. د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت هم جدي بللی چې د نړیوالې ټولنې قوي او همغږي غبرګون ته اړتیا لري او په تېره بیا د بشردوستانه فعالینو لپاره يې د بشردوستانه اصولو، بې طرفۍ، او خپلواکۍ د اصولو په رڼا کې ټولو اړمنو افغانانو ته د بشرپالانو لاسرسی اړین بللی.