
افغانستان
قزاقستان په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړوي
شریعت: د قزاقستان يوه ډيپلومات یایسین تایف په هرات کې د بهرنيو چارو وزارت له استازي مولوي شیر احمد عمار سره
شریعت: د قزاقستان يوه ډيپلومات یایسین تایف په هرات کې د بهرنيو چارو وزارت له استازي مولوي شیر احمد عمار سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې غواړي په دغه ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړه کړي.
په دغه کتنه کې تایف په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جوړېدو او د سوداګرۍ د مسئلو په اړه معلومات وړاندې کړل او دې برخه کې یې د هرات د سیمه ییزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې مولوي شیر احمد عمار د قزاقستان له خوا هرات کې د سوداګرۍ خونې د جوړېدو د اقدام هرکلی وکړ او نوموړي ته یې سیمه ییزې ادارې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه زياته کړه، چې اسلامي امارت له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.