افغانستان

قـزاقسـتان پـر اسـلامي امـارت لګــول شـوي بنـديـزونه رسمـاً لغــوه کــړل

د افغانستان لپاره د قزاقستان سفير علیم خان یسین ګیلدییف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د دغه هېواد له لوري پر اسلامي امارت د لګول شویو بنديزونو د لرې کیدو خبر ورکړی دی.
په کابل کې د قزاقستان سفیر په دغه کتنه کې له اسلامي امارت سره د مثبتو اړیکو لرلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګريزې او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.
نوموړي همدارنګه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ، چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسماً د هغې تحریم شوو ګروپونو له نوملړ څخه ايستلی، چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر مثبت او دواړو ملتونو په ګټه وباله.
متقي د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شته خنډونو له منځه وړلو په برخه کې یې عملي اقداماتو ته مخه کړې.
هېره دې نه وي، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هیوادونه باید بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي..
د یوه بل خبر له مخی: د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د ایران اسلامي جموریت څخه راغلو لیکوالانو، د حکومتي او ازادو رسنیو مسولینو، څېړونکو، ژورنالیستانو او متخصصینو لیده کړې.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چاور سرپرست وزیر افغانستان ته د هغوی له راتګه هرکلی کړی او د افغانستان په هر اړخیز وضعیت، راغلو پرمختګونو او بهرنۍ اقتصاده محوره خپلواکه پالیسۍ په اړه یې تفصیلي خبرې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې اوس د افغانستان په بهرنۍ تګلاره کې یوازې دیني او ملي منافع پالل کېږي او یاده تګلاره د هېچا تر اغیز لاندي نه ده.
همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان کې له څلورو لسیزو ناخوالو وروسته رامنځته شوی مرکزي نظام، تامین شوی امنیت، د ملي یووالي ټینګښت، تعصباتو او نشه‌يي توکو کښت او قاچاق لم منځته وړل د اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو بللي دي.
ښاغلي متقي دغه راز ایران هیواد د افغانستان ښه ګاونډي یاد کړی او تهران او مشهد ته یې خپل وروستي مثبت سفر ته په اشاره زیاته کړې، چې د افغانستان-ایران دوه اړخیزې اړیکې د تقویت او پراختیا اړخ ته روانې دي او دا د دې ښکارونديي کوي، چې د دواړو هېوادونو راتلونکی به روښانه وي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدا راز د هېواد په جغرافیوي اهمیت، واخان کریډور پر پلان، ټرانزیټي پراختیا او افغانستان د سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون په تړاو د ایران او افغانستان په مشترکو ګټو رڼا خبرې کړې دي.
له ایران څخه راغلي پلاوي په نوبت خبرې کړې او خپلې پوښتې یې مطرح کړې دي.
یاد پلاوي افغانستان ته خپل راتګ مثبت ارزولی او د افغان حکومت له مېلمه پالنې او ځانګړې پاملرنې یې مننه کړې.
دوی څرګنده کړې، چې افغانستان ته په راتګ سره یې له فعلي وضعیت او راغلو پرمختګونو څخه مثبت انځور او تاثرات اخیستي، چي د خپلو قلمونو او رسنیزو ادرسونو له لارې به یې له ایراني ولس او نړیوالو سره په بې پرې ډول شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *