دینې لیکنېلیکنې

قیامت به کله وي !؟

موږ او تاسو ته دا سوال پیداکېږي! چې قیامت به کله وي؟ موږ به څنګه پوه شو، چې قیامت رانږدې شوی دی. نښې او علایم به یې څه وي؟ له قیامت واقع کېدو څخه مخکې به څه پېښیږي؟ غواړم په همدې موضوع یو څه ولیکم، تر څو خپل معلومات تاسو سره شریک کړم. د حدیث شریف مفهوم دی، چې ورسوئ له ما څخه؛ که څه هم یو آیات وي،نو د همدې حدیث عملي کولو لپاره غواړم په لنډ ډول هغه څو غټ علایم، چې تر قیامت مخکې پېښیږي؛ درسره شریک کړم.
الله جل جلاله فرمایي: ژباړه ( دوی پوښتنه کوي، چې دا قیامت به کله وي، ته څه خبر یې له قیامت څخه، اې پیغمبره! یوازې الله پوهېږي، چې قیامت به کله وي) یعنې ستا څخه دا کفار پوښتنه کوي، چې قیامت به کله وي؟ نو اې د الله رسوله، ته ورته ووایه: د قیامت علم یوازې الله جل جلاله سره دی. که څوک پوښتنه درڅخه وکړي، چې د قیامت علم یوازې الله جل جلاله سره دی، نو موږ به څه پوه شو، چې قیامت رانږدې شوی دی. د دې خبرې جواب رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په احادیثو کې بیان کړی دی. وړې علامې یې ډېرې زیاتې دي، خو موږ یې هغه لس غټې علامې تاسو ته بیانوو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:ژباړه قیامت به تر هغو قایم نه شي؛ تر څو مو دغه لس علامې نه وي لیدلي.
۱- دود/لوګی دی، چې د اسمان له خوا به راشي ټوله هوا به توره غوندې شي. کله چې د اسمان لوري ته خلک ګوري؛ نو تور لوګی به وي، پورته خواته به هېڅ نه ښکاري. الله جل جلاله په قران کریم کې فرمایي ( په کومه ورځ، چې اسمان راتګ وکړي په ښکاره لوګي سره). دا لوګی به د مشرق څخه تر مغربه ټوله نړۍ ونیسي. دا لوګی به څلوېښت ورځې وي، چې په مؤمن انسان به صرف ساده زکام غوندې تېریږي او په کفارو به ډېر سخت تمامېږي. ښه مثال یې په دې وختو کې، د کرونا مرض دی، پرته له محدوده مسلمانانو، چې په هغوی لږ دا مرض سخت شو؛ خو په کفارو به ډېر سخت تمام شو او په لک هاوو یې ووژل. همدارنګه دغه لوګی به په کفارو ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي. له دې لوګي څخه به بې هوشه کېږي او سرونه به پرې ګرځوي.
۲- د دجال راوتل. دجال څه شی دی؟ دا انسان دی او که کومه بلا یا حیوان!؟ د دجال معنی څه ده؟علما‌ء فرمایي، دجال کومه بلا او حیوان نه دی، بلکې دجال انسان دی او د آدم علیه السلام له اولادې څخه دی. دجال یو عربي لفظ دی، چې معنی یې فتنه اچوونکی یا فتنګر دی. ځینې عوام خلک بیا وایي، چې دجال به دومره غټ وي، چې سر به یې په اسمان لګېږي او پښې به یې په ځمکه وي. دا هسې شایعات دي، حقیقت نه لري. نوموړی به د عراق او شام ترمنځ په دغه ساحه راوځي. کیسه يې ډېره اوږده ده؛ خو زه به صرف دومره ووایم، چې نوموړی به د خدایي دعوه وکړي. دا خو معلومه خبره ده، چې نوموړې فتنه ده او د الله له لوري امتحان دی؛ په خپلو بنده ګانو باندې، نو د نوموړي به ځمکه او اسمان تابع وي. اسمان ته به ووایي، چې باران راوکړه. باران به پيل شي او چې ځمکې ته ووایي، را شنه شه، واښه/ ګیا به راشنه کړي. دجال به په ټوله نړۍ وګرځي، یوازې مدینه منوره او مکه معظمه به ترې پاتې شي، ځکه هلته به صف صف ملایکې ولاړې وي او نوموړی به داخلېدو ته نه پرېږدي او په آخر کې به د عیسی علیه السلام په واسطه ووژل شي.
۳- د یاجوج او ماجوج راوتل. دا څه شی دي!؟ چېرته دي!؟
یاجوج او ماجوج د آدم علیه السلام د زوی (یافس) له اولادې څخه دي، د یاجوجو او ماجوجو کیسه په قرآن کې یې راغلې ، چې د هغه وخت خلک د نوموړو څخه په عذاب شوي و او ذوالقرنین پاچا ته یې شکایت کړی و، چې موږ له دغې فتنې څخه وژغوره، نو ‌ذوالقرنین خلکو ته وویل، چې تاسو اوسپنې راوړئ؛ زه به د تاسو او هغوی ترمنځ دېوال ووهم. هماغسې وشول او ذوالقرنین پاچا یاجوج او ماجوج په یوه دره کې بندیان کړل. کله چې د الله جل جلاله خوښه شوه دوی به راخلاص شي او د ځمکې په سر به شين بوټی، غله دانه، میوه، اوبه او هېڅ شی پرېنږدې. بلاخره به عیسی علیه دعا وکړي، چې یا الله! دا عذاب خو ختم کړه، نو الله جل جلاله به ټول یاجوج او ماجوج په یوه شپه ووژني او بیا به مرغانو ته امر وکړي، چې دوی ټول یوسي.
۴- د دابة الارض راوتل. دا څه شی ده!؟ دابة الارض یو قسم بلا ده، چې علما‌ء یې د صورت او شکل په اړه اختلافات لري. ځینې وایې چې سر به یې د یوه حیوان، بدن د بل او پښې به يې د بل حیوان وي. خو ځینې وایي، چې دا د هغې اوښې بچی دی، چې د صالح علیه السلام په وخت کې وژل شوې وه او بچی یې په یوه تيږه کې ننوتلی و. لنډه دا چې د یادې بلا سره به په یوه لاس کې د موسی علیه السلام امسا او په بل لاس کې به د سلیمان علیه السلام ګوتمه/ ګوته وي. یاده بلا به په ګوتمه کافر وهي او د هغه په تندي به کافر لیکل کېږي او په امسا به مسلمان وهي او په تندي به یې مسلمان لیکل کېږي. خلک به داسې سره پېژني؛ که په یوه کاسه سره ناست وي نو پېژندل کيږي به، چې دا مسلمان او دا کافر دی.
۵- د لمر راختل د مغرب څخه. علماء فرمایي، کله چې لمر له مغرب څخه راپورته شي، نو د توبې دروازې به بندې شي او له دې څخه وروسته به د مسلمان توبه نه قبلیږي.
۶- د اسمان څخه د عیسی علیه السلام راښکته کېدل دي. دا چې زموږ عقیده داده، چې عیسی علیه السلام ژوندی دی او الله جل جلاله اسمان ته ژوندی پورته کړی او د دجال پیدا کېدو څخه وروسته به بېرته ځمکې ته راښکته کېږي او د دجال پوښتنه به کوي، چې دجال چېرته دی. خلک به دجال وروښایي او دجال به د (باب الُد) په سیمه کې ووژني.
اوومه، اتمه او نهمه علامه دا ده، چې په دریو ځایونو کې به ځمکه خسف شي، چې یو خسف به په لوېدیځ، بل په ختیځ او یو هم په جزیرة العرب کې وشي. علماء فرمایي، دا خسفونه به دومره غټ غټ وي، چې پوره یوه یوه پاچاهۍ په اندازه سیمې به په ځمکه ننوځي.
۱۰- د اور را پیدا کېدل، چې الله جل جلاله به یو اور را پیدا کړي، چې دا اور به د یمن په عدل ښار کې را پیدا شي. دغه اور به ټولې دنیا ته ځي. دغه اور به خلک د حشرګاه میدان ته راټولوي. دا اور به ګرځي، چېرته چې انسانان وي، له هغو به راتاویږي او دوی ته به حرکت ورکوي. دا اور به سوځول نه کوي؛ یوازې به غواړي چې خلک راټول کړي. رسول الله فرمایي: که څوک یو ځای شپه کوي؛ نو دا اور به هم شپه ورته کوي او که ورځ تېروي نو اور به هم ورځ ورته تېروي؛ خو پرېښودلو والا به یې نه وي. بلاخره به ټول انسانان د شام/سوریې سیمې ته راجمع کړي او دلته به د حشر میدان جوړېږي او اسرافیل علیه السلام به د الله جل جلاله په امر شپېلۍ کې پو کوي او ټول انسانان به مري/مړه کېږي

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *