تاریخ او جغرافیه

لاهم په دې ولس کې احساس شته !

/۱۰/۱۳۹۹لمریزکال
امریکايي اشغال زموږد زرګونوځوانانو ککرۍ وخوړلې، ميندې بورې شوې، پېغلې تورسرې شوې، تنکي ځوانان بې پلاره اوبې اسرې شول خولاهم په دې ملت کې اراده شته ، هوډ شته ، ژمنتیاشته اوداسلامي نظام داقامې لپاره دنورو قربانیو تابیا اوتیاری شته !
همدا نن دیوه شهید فاتحې ته تللی وم، چې درېیم ورور و، دوه وروڼه یې تردې وړاندې په شهادت رسېدلي وو( حق پرست ذالفقار، عبدالمنان فدایی او محمدنبی ذاکر.)
کله چې له مسجد نه دباندې راووتلو دشهیدانو ورور مې مخې ته راغی او جوړ په خیر وروسته مې ترې وپوښتل حاجی صاحب (د شهیدانو پلار) څنګه دی؟دیغت خو به ډېر نکړي؟ ویل يې : نه هغه وايي چې ټول په دې لاره ولاړ شي هېڅ پروامې نسته بس چې الله رانه راضي وي !!!
بیا يې راته کړه مولوی صاحبه ! خپله شمېره راکړئ اوچې هروخت کار وو پرما به هرومرو ږغ کړئ. (( زه دخپل شهید ورور پرځای ولاړ یم که څه هم د ورځې لخوا دکور په کارو نواودهقانۍ مصروف یم)) خو دشپې فارغ یم اواکثر جهادي عملیاتونه دشپۍ لخوا وي.
ددې ځوان خبرو سخت اغېز راباندې وکړ او په دې ډاډه شوم چې په دې ملت کې داسې زلمي موجود وي نو دتل لپاره به دا هېواد دامپراتوريو
هدیره وي.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *