افغانستان

لسګونه زره معلولین د حکومت ډيټابيس کې ثبت شوي

په افغانستان کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې لسګونه زرګونه معلول ځوانان، ماشومان او ښځې تر شا پرېښي.تازه د شهیدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، په تېرو دوو کلونو کې د جګړې له امله ۴۰ زره هغه معلول کسان د ياد وزارت ډيټابيس کې ثبت شوي، چې د تېرې جګړې له امله معلول شوي.د خاموش په وینا ، د يادو کسانو له ثبت کېدو سره په هېواد کې د ثبت شویو معلولو کسانو شمېر ۱۸۰زرو کسانو ته لوړ شوی او ياد شمېر کسانو ته يې د شپږو مياشتو امتيازات هم اجرا کړي دي.خاموش زیاتوي:« د مرکز په ګډون ټول هېواد کې شاوخوا۱۸۰ زره معلولیت لرونکي موږ ثبت او راجستر کړي دي، ترڅنګ مو سږکال د لومړيو شپږو میاشتو مساعدتونه او میاشتنۍ پيسې ډېری معلولینو ته پر وخت رسولي او ځېني نور پاتې دي کار روان دی او ان شاءالله هغوی به هم په لنډ وخت کې ترلاسه کړي.»خاموش وايي، پر داسې يوې طرحې کار کوي چې له مخې به يې معلولين او د شهيدانو د کورنیو هغه وارثين، چې د کار کولو وړتيا ولري په دولتي ادارو کې پر دندو وګومارل شي.دغه راز خاموش وايي، د معلولینو د ثبت لپاره يې په ۱۸ ولایتونو کې د ډیټابیس سیستم پېل کړی او په نږدې وخت ک ې به د ډیټابیس سیستم په پنځو نورو ولایتونو کې هم پیل کړي.هغه زیاته کړه:« مرکزي ډیټابیس یا برېښنايي سیستم مو په ۱۸ ولایتونو کې فعال کړی دی او هره ورځ په دغو ولایتونو کې یتیمان، معلولیت لرونکي او کونډې ثبت او راجسټر کېږي.»د یاد وزارت مسوولین وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د شهیدانو او معلولينو د تثبیت بهیر بیا پیل او شاوخوا سل زره خیالي او غیر مستحق اشخاص له سېسټم لرې کړی شوي.خو یو شمېر معلولین شکایت کوي، چې د یوه کال په تېریدو سربېره يې هم امتیازات نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.یومعلول کس وايي:« زه د معلولینو کتابچه هم لرم او کارت هم. ماته وايي نن راشه سبا راشه، ورځې راباندې اړوي او هېڅ پيسې نه راکوي.»له دې مخکې د شهیدانو او معلولینو کورنۍ د هغه څه له امله چې د خپلو حقونو نه ‌ورکړه يې بولي، شکایت کاوه خو مسوولین ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به د پاتې ناثبت شویو هغو امتیازات هم ورکړل شي. دا وزارت وايي، د شهيدانو وارثينو ته د يو نفر په سر د میاشتې دوه زره افغانۍ او معلولینو ته د هغوی د وجود د معلوليت په اندازه حقوق ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button