افغانستان

لسګونه میله وسلې کشف او ضبط شوې

په لغمان کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک ځواکونو د ختیځ په بېلابېلو سیمو کې ۹۴ سپکې وسلې کشف او نیولې دي.

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو وياند مولوي.وحيدالله محمدي وويل، چې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک قومندان عابد رحماني او درستيزوال ملاحذيفه په مشرۍ د اړوند ځواکونو په ملتیا د ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د کشفي راپورونو پر اساس ځینو سيمو کې تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په کې ۹۴ ميله سپکې وسلې نیول شوې دي.

محمدي زیاته کړه، چې په دغو وسلو کې پيکا، کلاشينکوفونه، ام ۱۶، تومانچې، مارکول او چره ییز ټوپک شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې کشف او نیول شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *