لیکنېمقالی اوتبصرې

لغمان کې د لاسي صنايعو دوديز توليد او پراختيا

لکه څنګه چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې په دودیز ډول لاسي صنایع رواج او ډېری هېوادوال همدا اوس هم لاسي صنعت ته پراختيا ورکړې او ډول ډول توکي جوړوي، د هغو له ډلې يو هم د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د څارویو په ځانګړې توګه د پسونو، مېږو، وزو … د ساتنې او د هغوی له وړيو څخه پر استفادې لیمڅي او ټغرونه جوړوي، ځکه د دغې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي خورا ډېر خواریکښ او کمزوری اقتصاد لري، ځکه د يادې ولسوالۍ جغرافیوي موقعیت د یوې تنګې درې په شان دی او دواړو خواوو ته یې هسک هسک غرونه واقع دي او ترمنځ یې هم د الیشنګ څپانده او بهانده سیند بهېږي، نو ځکه د کرکیلې لپاره کروندګر ډېره ځمکه په واک کې نه لري، همدا شان هره کورنۍ مجبوره ده چې د خپل ژوند د سمبالښت په موخه مالدارۍ ته مخه کړي او د خپل توان په اندازه پسونه،میږې او ګډې وساتي او له څه مودې ساتنې وروسته هغه پلوري، خو ځینې بيا یو یا دوه پسونه، یا یو دانه ګډې د ژمي په موسم کې لاندی کوي او له وچې غوښې يې استفاده کوي، چې اوس دغه دود د پخوا په پرتله کمرنګه ښکاري، خو د دغې درې سیمه ییز کوچیان بیا اکثره د مېږو او پسونو درلودونکي دي، چې دوی خپلې رمې اکثره د غرونو په لمن او څړځایونو کې څروي او له شیدو څخه يې د پام وړ غوړي، پنیر او کرت(قروت) لاسته راوړي او د خپلې استفادې سربېره يې په سیمه ییزو خلکو هم پلوري، خو اصلي خبره داده چې د ګرمۍ په موسم کې څو ځله له څارویو څخه وړۍ په لاس راوړي او بيا يې پر پاکو اوبو ښې پرېمینځي ترڅو یې وړۍ پاکې شي،وروسته ترې ليمڅي او ټغر جوړوي.
همدا شان د دغې ولسوالۍ د غرنیو سیمو خلک په ځانګړی توګه د « پراچغان » اوسېدونکي بیا اکثره د مال او مالدارۍ په برخه کې د وزو او وزګړیو رمې لري، چې دوی هم د خپلو وزو له شیدو د پام وړ غوړي، پنیر او کرت جوړوي، چې د خپلې استفادې نه علاوه یې په سیمه ییزو خلکو، د ولسوالۍ او ولایت په ښار کې پر هېوادوالو پلوري، البته دوی هم د کال په ګرم موسم کې د خپلو وزو او وزګوړیو وژغونې په لاس راوړي او ډېر ښکلي ټغرونه ترې جوړوي، له دې سربېره رسۍ هم ترې جوړوي او په ترکیبي ډول د وړیو او وژغونو څخه بیا شړۍ اوجوالونه هم جوړوي. په دغه صنعت کې د الیشنګ ولسوالۍ سیمه ییز کوچیان د لیمڅي په جوړولو کې او د پراچغان خلک د ټغرو په جوړولو کې د ځانګړی مهارت درلودونکی دي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *