افغانستان

لغمان کې د څړځایونو بیارغونې په پار هڅې

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د طبیعي سرچینو او څړځایونو د خوندیتوب او بیارغونې په پار هلې ځلې پیل کړي دي.ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د لغمان قرغه یې ولسوالی ګنداب کلي کې د یو حشر په ترڅ کې د توتانو ۵۰۰ نیالګي کښېنول شوي دي او ترڅنګ یې په یاده سیمه کې د غوړاسکو ۳۰ کیلوګرامه تخمونه او ۵۰۰ کیلو د وحشي رشقې تخمونه هم کرل شوي دي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د همکارو مؤسسو او ددې ولایت د خلکو په همکارۍ ددې ولایت طبیعي سرچیني خوندي او بیا رغولو ته یې زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *