افغانستان

لغمان کې سلګونه زره څاروي واکسين کېږي

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په په مالي ملاتړ ددې ولایت دمرکز په ګډون په پنځوګونو ولسوالیو کې د مالدارانو او کوچیانو غټو او وړو څارویو لپاره د ریخک او انټرکس(ټک) بکتریاوي ناروغیو پر وړاندې وقایوي واکسین او د څارویو د داخلي چنجیو د وژلو درملو تطبیق کمپاین له بادپښ ولسوالی څخه پیل شو.
یاد کمپاین د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن، د بادپښ ولسوال قاري نورګل دلاور، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جواد الله علیزاده او د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤلینو په شتون کې څو څارویو ته په تطبیق سره رسماً پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل: «د دې کمپاین په ترڅ کې به ۱۰۰ زره ډوزه د ریخک واکسین او ۴۰ زره ډوزه د انټرکس واکسین او۱۰۰ زره ډوزه د څاریو د داخلي چنجیو د وژلو درمل پر څارویو پلي کېږي، چې ورسره به د څارویو د یوناڅپي مړینې(ټک) او ریخک ناروغیو کچه راکمه شي او د څارویو دچنجیو د وژلو درملو په ورکولو سره به دڅارويو وده سالمه او محصولاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالۍ راشي».
ددې کمپاین موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د ناروغیو مخنیوی او درملنه او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *