افغانستان

لغمان کې ۳۰ کیلو متره نوی سړک جوړیږي

لغمان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د نویا درې خندلو تر غربي نورستان پورې د یوه نوي سړک د جوړېدو چارې د ولسي خلکو له لوري پیل شوې.
د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل، چې د غربي نورستان د ولسونو په غوښتنه د یادې ولسوالۍ نویا درې د خندلو نه تر غربي نورستان پورې د ۳۰ کیلو متره سړک چې ۶ متره سور لري د جوړید چارې یې پیل شوې.
متوکل زیاته کړه، چې د یاد سړک په جوړېدو کې د کار وسایل د دولت شاه ولسوالۍ له لوري ورکول شوي او د کار چارې یې خپله د نورستان د ولسونو او یو شمېر موسسو په مالي لکښت ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د دولت شاه ولسوالۍ او غربي نورستان سلګونو کورنیو د تګ – راتګ ستونزې کمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *