افغانستان

لـه دې وروسته به ګمرکونوکې «انوايس» ته اړتیا نه وي

د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء عالي مقام د (۱۰۷۵) گڼي (۱۴۴۵-۲-۲۶) نېټې د حکم پر بنسټ، د هیواد په گمرکونو کې د یو شان اجراآتو او لا روڼتیا رامنځته کولو په موخه له دې وروسته د گمرکي ارزښت ټاکنې په برخه کې انوایس په نظر کې نه نیول کېږي. له دې وړاندې یوازې هغه توکي، چې کراچۍ بندر څخه افغانستان ته راواردېدل، د گمرکي ارزښت ټاکنې په برخه کې يې انوایس په نظر کې نه نیول کېده او هغه توکي، چې له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته را واردېدل، د گمرکي طی مراحلو پر مهال يې محصول د ګمرکي ارزښت ټاکنې د اصولو پر بنسټ د انوایس او یا هم د سیسټم له مخې محاسبه کېده، چې له دې سره به يې یوه اندازه گمرکي محصول لوړېده او بیا به سوداگرو نه شوای کولای، چې په بازار کې سالم رقابت وکړي.د رئیس الوزراء عالي مقام د یاد حکم په پلي کېدو سره به دغه ستونزه حل شي او په ټولو گمرکونو کې به د گمرکي ارزښت ټاکنې په برخه کې يواځې د سیسټم قیمت په نظر کې ونیول شي. همدارنگه ټول سوداگر مکلف دي، چې د خپلو توکو د گمرکي طی مراحلو پر مهال د پخوا په څېر د خپلو توکو ټول بهرني سندونه له ځان سره ولري.د یادونې وړ ده، چې د گمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې دی، تر څو د هیواد په ټولو گمرکونو کې د سوداگرو شته ستونزې حل او هغه لاملونه، چې د ملي عوایدو د ضایع کېدو سبب کېږي، له منځه یوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *