مقالی اوتبصرې

لمر تر خاورو لاندې شو !

باران زور واخیست، لکه اسمان چې هم د دې امت او بیا د دې ملت په یتیموالي اوښکې تویولې، تیاره ماښام کې یوازې د عمرزو له بامونو د رابهېدونکو اوبو غږ او د دریو کسانو د پښو ښویېدو او ستمېدو غږونه اورېدل کېدل.
دوی د تیارې په غېږه کې د امت لمر په ځولۍ کې روان کړی و، ناروغ و، تر بېهوښۍ رسېدلی و او د افشا کېدو له ډاره يې ځای ور بدل کړ، همدې کلي او شاوخوا کې نږدې دوولس نیم کاله د امت اتل هغه جګړه رهبري کړه چې د نړۍ د خدايۍ دعوه دار يې د ذلت کندې ته ورساوه. د شپې په نیمايي کې یې یوازې دومره غږ وکړ، چې د باران د ټکا علت وپوښتي، بېرته يې سترګې پټې شوې، د سهار لمانځه کې لا هم په هوښ نه و، څاښت مهال يې یوه ‎پیاله چای وڅښه او بېرته بې هوښه شو، غرمه مهال بیا په هوښ راغی، د اُمت معاصر امین پرې ور ټیټ شو:
ـ له بېګاه راهیسې ستوني ستغ پروت يې په اړخ به دې کړم!؟
– زه اوښتی شم، خو نه اوړم!
دا د اُمت د اتل، د معاصر فرعون پر وړاندې د ولاړ موسی، د سلامت کفر پر وړاندې د اوسپنیز سپر وروستۍ خبره شوه!
ملګري وارخطا شول، په دې مشوره ورسېدل، چې باید ډاکټر ته يې ورسوي، خو تر هغه وړاندې باید په دین مین ډاکټر دلته د اُمت د معاصر امین د ناروغۍ په پلمه راوغوښتل شي، ډاکټر راغی، پوی شو، چې د چا د تداوۍ شرف ورله غاړې دی، همت يې را وپارېده:
– له ما سره دومره امکانات نشته، زه پټۍ درته رالېږم، تاسې يې په سترګه پټۍ ور وپېچئ تر ډمبره يې را ورسوئ، زه يې ماسپښین د کاکا په نامه، کلات ته وړم!
ډاکټر وسایل بکس کې واچول، د خپل کلي په طرف وخوځېد، نه پوهېده چې پر دې خاورینه کره يې د ایمان د مجسم پیکر وروستی دیدن په نصیب شوی دی، له ځان سره يې کرل رېبل، چې څنګه د دې عظیمې هستۍ د علاج ویاړ وګټي؛ خو دلته د مرګ پرېښته د ځمکې په کره د الله جل جلاله د یو دوست روح ته حاضره شوه، د عمرزو دا ماسپښین بل ډول ښکارېده، لکه نیمه کره چې نړېږي، لکه سلامت اُمت چې یتيم کېږي، لکه د اسلامي برم د عظمت یوزاینی منار چې نړېږي، لکه د عزم، مقاومت، مبارزې او جهاد مجسم پیکر چې شړېږي!
هو! پر همدې ماسپښین د اُمت اتل له نږدې یوې نیمې لسیزې بې جوړې مبارزې وروسته د اجل داعي ته لبیک ووایه، د خړ کلي په منځ کې دې کوټه کې د ګنګستیا تر بریده خاموشي حاکمه شوه، هغه څوک چې تر یوې لسیزې يې ډېر هر خطر ته د دې مبارکې هستۍ د ساتلو لپاره سینه سپر کړې وه، هم تر دې دروند بوج لاندې مات شو، د کوټې شاته لاړ او دېوال ته ښويېدلی کېناست!
د سلامت کفر پر وړاندې د روانې مبارزې سالار، هغه چې ټول کفر يې په پلټنه ستړی و، هغه چې لښکر يې د ابودجانه یادګار ژوندی کوي، هغه چې عزم، متانت، صداقت او اخلاص ته يې باید بېلې کلمې وضع شي، هماغه مجسم ایمان نن یوازې هډونه پراته دي او د کفن په لټه يې باید وروستی امتحان هم ورکړل شي.د اُمت معاصر امین مولوي عبدالجبار عمري حفظه الله خپل ملګري یو – یو په وقفه سره د کلي دوکان ته لېږي، چې ټوټه ټوټه سپین رخت د کالیو په پلمه واخلي او بیا د امت دا مجدد پکې ونغاړي!
همدلته کوټه کې د کولنګونو او بېلچو غږونه پورته کېږي، د دوو- درو تنو په جنازه د بشپړ امت سالار د خاورو غېږې ته ټيټېږي، لمر تر خاورو لاندې کېږي او کوربانه يې ډک زړه د هغه د ارمانونو د تحقق لپاره مټې را بډ وهي!
یا رب العلمین! ستا د عظمت په خاطر، ستا د ربوبیت په خاطر، ستا د ټول رحمت په خاطر، ستا د ټولې خدايۍ په خاطر زموږ دا محسن په خپل دیدار ونازوه، موږ مختوري مه پسې ور ولېږه!

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button