لیکنېمقالی اوتبصرې

لنډ ژوند خو د ازادۍ له اوږده پيغام سره !

د ځينو انسانانو ژوند لنډ خو خپلو نسلونو ته د هغوي د ازادۍ پيغامونه د تاریخ پر پاڼو په زرینو کرښو د پيړیو لپاره پرېږدي.
شاعر وائي:
یعقوب که په خپل زوی پسې شو ړوند عجیبه نه ده
کیسه کوه د هغو چې ولس پسې ړندېږي
له قندهاره د کابل پر خوا را روان وم چې د مزمل صاحب د شهادت خبر مې وارورېد باور مې پرې ونه شو، کله چې سوشیل میډیا ته مې سر ور ښکاره کړ ځینو کسانو په ګونګه کې تسلیت ویلی وو.
لا مې نه شوه منلای، چې مزمل صاحب به شهید وي. خو کله مې چې د مجاهد صاحب (ذبیع الله مجاهد) پر پاڼه د تسلیت پيغام ولید نو پوه سوم چې پر دښمن تندر او د مست هلمند د سنګرونو ستوری د ابدیت له سمندر سره یوځای شوی دی.
آه، شهید مزمل صاحب مې کلونه پخوا ډېر اورېدلی و کله چې به موسی قلعه ته ولاړم نو هلته به طالبانو او ولسونو د ده د مېړانې او ځوانمردۍ کیسې کولې دا هیله به مې تل لرله چې کاش یویوار مې له نږدې دا اتل لیدلی وای له فتحې وروسته مې کله چې واورېدل مزمل صاحب د ننګرهار والي سوی نو انځور مې ولید او یوه ملګري ته مې ور و لېږه چې دا هغه د موسی قلعه مزمل صاحب نه دی؟
هغه په ځواب کې وویل هو همدا دی.
د انځور په لیدو يې ډېر خوشحاله سوم او دا هیله مې وکړه چې یوځل مې له نږدې لیدلی وای با لاخره مې دا هیله هم پوره سوه شمالي ولایاتو ته په سفر د ښاغلي ملا محمد حنیف حمزه صاحب سره تللی وم ریاست کې مو چې کله مجلس خلاص سو نو حاجي حمزه صاحب وویل راځئ چې د والي صاحب خواته ورسو په ډېره خوښۍ سره يې خواته ورغلم لومړنۍ لیدنه مې وه ورسره په لیدلو کسانو کې بیخي استثنا و، ډېر ارام ږغېده خو خبرو کې يې درون والی له ورایه ښکارې ده پر شونډو يې مسکا خوره وه کومې کارنامې او کیسې چې ما د صدیق مولوي صاحب ( زموږ ماما کېږي ) څخه اورېدلې وې له هغه هم پورته انسان مې تر پام سو.
خدای دې شهادت په خپل دربار کې قبول کړي، خو باور لرم، چې خپله مېړانه، اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا، د هیواد او ولس سره يې مینه له ځانه په میراث پرېښوده د تاریخ په پاڼو کې يې خپلو نسلونو ته اشغالګرو سره د مبارزې په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم د خوارجو او فتنګرو په وړاندي یې نه ماتېدونکي او پر دوښمن بریدګر سنګرونه په میراث پرېښودل.
دا نیمګړې دنیا يې له پراخو ستونزو سره موږ ته را پرېښوده او ترې وکوچېد، شهید مزمل ولاړ ایله ارام شو…
شهيده!
ارام ویده شه، ایله اوس حقیقت ته ورسېدې!
هو! له ښاغلي حمزه صاحب سره يې د مزارشریف پر ولسوالیو او ولسونو ډیرې خبرې وکړې. هغه د خدمت پلوی و خپل ټول ژوند يې د خدای لپاره وقف کړي و۲۰ کاله ستړیا او جهاد.
دا جمله مې هیڅ نه هېرېږي ویل يې دعا به سره کوو هغوي بریالي سول چې ولاړل سخت امتحان ته يې موږ پرېښودو خو نن زه وایم ته بریالی وې او بریالی ولاړې الله دې زمونږ خاتمه په شهادت کړي.
ډیر سپیڅلی او پاک انسان و. اوس هم نه پوهیږم چې د ده قاتل به په کومه عقیده د داسې انسان وژنې ته زړه ښه کړي وي.
افغانستان د استـثـنا تو وطن دی، هر څه په کې پیښیدلای شي مزمل شهید سو خو له ځانه يې په لسګونو سر ښندونکي پرېښودل او دا تجربې یو وار نه، څو ځلې ثابته کړې ده چې په دې خاوره کې د هر څه د پيښیدو امکانات شته.
دې خاورې نن خپل یوه ستړي زوي ته غېږه ورکړه دی اوس له خپلې خټينې کړکۍ څخه موږ د تیارو په غیږ کې څاري.
د شهید ملا محمد داؤد مزمل په اړه ښاغلی مهاجر فراهي صاحب لیکي: هغه وخت چې د امریکایانو او کابل ادارې په شتون کې د ننګرهار ولایت ډېری ولسوالۍ د داعشې خوارجو لاسته ولوېدلې د اسلامي امارت مشرتابه د دې فتنې د کابو کولو لپاره ننګرهار ته ولیږه چې شهید مزمل هم په ډېر ښه ډول او بیخې کمو تلفاتو په ورکولو ددې فتنې رېښې وچې کړلې.
د شهید مزمل صاحب مېړانه د ډېرو په زړونو کې بیلابېلې کیسې لري او همدا موږ ته را پاته دي.
موږ به داسې ژوند کوو چې کله هم د دې سپېڅلو شهیدانو خواته ورسو د پوښتنو ځواب له ځانه سره و لرو.
خپله لیکنه په لاندني بیت را نغاړم
شاعر وائي:
زه دې سوزم خو ته اور رانه وانخلې
ستا سپرلی سپرلی، ګلاب ګلاب ځواني ده

حکمت الله میوندي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *