لیکنېمقالی اوتبصرې

له اسرائيلو سره زموږ کړکېچ دوهمه برخه

د اسرائيلو دولت په تاريخ کې مهمې پېښې
د فلسطين اشغال پای ته رسولو نه يوه ورځ مخکې يانې ۱۴مئ ۱۹۴۸ کې د اسرائيل دولت د جوړېدو اعلان وشو، له دې وروسته مصر، شام، اردن، لبنان او عراق سره د اسرائيل جګړه پيل شوه دې ته د ۱۹۴۸م عرب اسرائيل جګړه ويل کېږي، د جون په پيل کې ملګرو ملتونو د يوې مياشتې لپاره اوربند وکړ چې پدې ترڅ کې اسرائيل په رسمي بڼه د «اسرائيلي ډيفنس فورسز» تشکيل کړ، په ۱۹۴۹م کې اوربند وشو او د «ګرين لاين» په نامه عارضي پولې وټاکل شوې، اسرائيل ته يې د أردن سيند لوېديځ ته د اشغال شوې سيمې (۲۶)سلنه نوره برخه هم ورکړه، اردن په جوډيا او سماريا باندې ولکه ټينګه کړه چې په لوېديځه غاړه مشهور ده، مصر په يو ساحلي سيمه ولکه ټينګه کړه چې د غزې تړانګه ورته ويل کېږي.
د جنګ له امله د نوي جوړ شوي اسرائيلي رياست نه عربان وکوچېدل، چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې اووه لکه يوولس زره فلسطينيانو خپل کورونه پرېښودل.
د اسرائيل د جوړېدو نه وروسته په يو کال کې د ننه له عرب خاورې او اروپا نه د راغليو يهوديانو له کبله د اسرائيل نفوس دوه برابره شو.
په ۱۹۵۴ او ۱۹۵۵م کې د اسرائيل لومړي وزير «موشي شيريټ» د واک پر مهال د «ليوان افيئر»(Levon Affair) له کبله اسرائيل په سياسي ډګر کې د رسوايۍ سره مخ شو، د «ليوان افيئر» په پايله کې په مصر کې د بمي چاودنو ناکامه هڅه وشوه، د دې په عکس العمل کې مصر د سويزکانال قوميا ليا چې پدې برېتانيې او فرانسې سخت غبرګون وښود، د دې پېښې او استشهاديانو د پرله پسې بریدونو نه وروسته اسرائيل د دواړو زبرځواکونو سره پټ لاس يو کړ او د مصر په خلاف جګړه پيل کړه، د سويز بحران په پای ته رسېدو سره برېتانيه، فرانسه او اسرائيل په ملګرو ملتونو کې له خورا رسوايۍ سره مخ شو او اسرائيل د سينا له دښتې خپل پوځونه راوغوښتل.
په ۱۹۷۶ مئ کې اسرائيل له مصر، اردن او شام سره جګړه پيل کړه چې شپږ ورځې و غځېده دې ته شپږ ورځنۍ جګړه(Six Day War) ويل کېږي.
۱۹۶۷م کې يو اسرائيلي هوائي الوتکې په ايس ايس لبرټي باندې بريد وکړ چې په پايله کې ۱۳۴ امريکايي پوځيان ووژل شول، امريکايي او اسرائيلي پلټونکو د دې پېښې پلټنه وکړه او دې پايلې ته ورسېدل چې دا يوه دردوونکې پېښه وه چې د «لبرټي» په پېژندنه کې د شک پر بنياد منځ ته راغله.
۱۹۶۹م کې «ګولډا مائر» د اسرائيل لومړۍ وزيره وټاکل شوه، تر اوسه پورې دا د اسرائيل يواځينۍ لومړۍ وزيره وه.
۱۸۶۸م نه تر ۱۹۷۲م پورې له شام او مصر سره اسرائيل د پولو پر سر شخړې وشوې، له دې پرته په ۱۹۷۰م د لسيزې په پيل کې فلسطيني ګوريلو په اسرائيل او نورو هېوادونو کې د اسرائيلو په اهدافو بريدونه وکړل د دې بريدونو په سلسله کې ۱۹۷۲م کې د ميونخ اولمپيک لوبو په دوران فلسطيني ګوريلو اسرائيلي لوبغاړي ووژل، اسرائيل د دې بدلې اخيستلو لپاره «د الهي قهر عمليات»() په پايله کې موساد د خپلو اجنټانو پر مټ ميونخ کې د اسرائيل لوبغاړو په وژنه کې برخه اخيستونکي ډېری فلسطيني ګوريليان ووژل.
۶ اکتوبر۱۹۷۳م د يهودو د روژې په ورځ «کپور ورځ» مصر او شام په اسرائيل بريد وکړ، دې ته د «رمضان جګړه» هم ويل کېږي، د دې جګړې هدف د هغه ځمکو بېرته لاسته راوړل وو چې په ۱۹۶۷م جګړه کې اسرائيلو لاندې کړې وې، پدې جګړه کې اسرائيلو ماته ونه خوړه البته دې جګړې سره پيدا شوې سياسي زلزلې امريکا سفارتي هړبونګ ته اړ کړه چې دا هړبونګ د ۱۹۷۹م په پای کې د اسرائیل او مصر ترمنځ د امن تړون سره له منځه لاړ، دې جګړې د اکتوبر له شپږمې د اکتوبر تر ۲۵ پورې دوام وکړ.
په ۱۹۷۴م کې د ګولډا مائر له استعفاء وروسته يتزاک(اسحق)رابن لومړی وزير شو، دا د اسرائيل پنځم لومړی وزير وو، په ۱۹۷۷م کې د «مينا کيم بيګن» په مشرۍ «ليکوډ» حزب واک ته ورسېد په دې کال نومبر کې د مصر صدراعظم انور سادات د اسرائيل تاريخي دوره وکړه، نوموړي «کنيسيټ» ته وينا وکړه، دا د اسرائيل عرب ګاونډيانو لخوا په رسميت پېژندلو لومړی فرصت وو، له دې دورې وروسته دواړو هېوادونو ترمنځ دخبرو اترو څو ناستې وشوې چې په پايله کې د «کيمپ ډېوډ تړون» منځ ته راغله، په ۱۹۷۹م مارچ کې بيګن او انور سادات په واشنګټن کې «اسرائيل او مصر امن تړون» باندې لاسليک وکړ، د تړون موافق اسرائيل د سينا له دښتې خپل پوځيان وويستل، اسرائيل په دې تړون کې فلسطينيانو ته د خپلواکۍ د ورکړې ژمنه هم وکړه.
۱۹۸۱م د جولای په اوومه اسرائيل ائيرفورس د عراق په نيوکليئرری ايکټر باندې هوايي بريد وکړ، د دې بريد هدف عراق له اټوم بم جوړولو نه منع کول وو.
۱۹۸۲م کې اسرائيل پر لبنان بريد وکړ، په رسمي ډول د دې بريد لامل دا بيان شو چې د شمال له لوري پر اسرائيل د ترهګريزو بريدونو شنډول دي، اسرائيلي ډيفنس فورسز د لبنان پلازمېنه بيروت باندې ولکه ټينګه کړه او د فلسطين ازادي تنظيم(Palestine Liberation Organization-PLO) پوځونو هېواد پرېښود، (PLO) په تونس کې خپل دفترونه پرانيستل، د دې جګړې په دوران کې د حالاتو بوج نه زغملو له امله لومړي وزير بيګن استعفاء ورکړه او پر ځای يې يتزاک شامير لومړی وزير وټاکل شو، اګر چې اسرائيل په ۱۹۸۶م کې له لبنانه ووتل خو د ۲۰۰۰مئ پورې يو بفر زون برقرار رکها ګيا.
۱۹۸۰م لسيزې په دوران کې اسرائيلي سياست کې اړين بدلونونه راغلل، د يتزاک شامير په مشرۍ ښي اړخو باندې د شمعون پيريز په مشرۍ کين اړخي مخکې او واک ته ورسېدل. په ۱۹۸۷م کې لومړنی پاڅون«انتفاضه» پيل شو او په نيول شويو سيمو کې ورسره تشدّد وشو، د لومړني پاڅون وروسته ۱۹۸۸م کې شامير بېرته لومړي وزير کېدو باندې بريالی شو.
۱۹۹۰م لسيزې په پيل کې له سوويت يونين نه ډېر شمېر يهوديان اسرائيل په راتګ سره مېشت شول، د بېرته راګرځېدو قانون(Law of Return) له مخې دوی ته له رارسېدو سره سم تابعيت ورکړل شو، يواځې ۱۹۹۰-۹۱م کې نږدې درې لکه اتيا زره يهوديان له سوويت يونين نه اسرائيل ته راغلل، نوي مېشت يهوديان په پيل کې د ښي اړخو حمايت کاوه ليکن وروسته د «ليبر» حزب غړي شول، ۱۹۹۲م ټاکنو کې دوی ليبر حزب ته رايه ورکړه او د ۱۹۹۲م کنيسيټ ټاکنو کې ليبر اکثريت رايې ترلاسه کړې، له ټاکنو وروسته يتزاک رابن د کين اړخو حزبونو يو متحد حکومت جوړ کړ، ليبر حزب اسرائيلي وګړو سره دا ژمنه کړې وه چې له ټاکنو وروسته به د شپږو تر نهو مياشتو په دوران کې د دوی سلامتيا او ساتنه باوري کوي او له عربانو سره به سوله کوي، د ۱۹۹۳م کال په پای کې اسرائيل له (PLO) سره د «اوسلو تړون» وکړ.
۱۹۹۴م کې لبنان له اسرائيل سره د سولې په کولو سره دويم ګاونډي هېواد شو، د تړون په مخالفت کې حمّاس له تشدّد ډک فعاليتونه پيل کړل، بلې خوا ته اسرائيل کې سخت دريځه يهوديانو غبرګون وښود، په ۱۹۹۵ د نومبر په څلورمه يو سخت دريځه يهودي «يګال امير» لومړی وزير يتزاک رابن وواژه، له دې پېښې څخه د عوامو له راپورته شوي پاڅون نه اټکل کېده چې ۱۹۹۶م ټاکنې به د يتزاک رابن ځایناستی او د اوسلو تړون آر کی ټيکټ شمعون پيريز ګټي خو د ليکوډ حزب بنيامن نتن ياهو نه په لږ توپير سره ماتې وخوړه.
نتن ياهو د اوسلو تړون سرسخت مخالف شمېرل کېده، نوموړي هيبر ون خالي کړ او فلسطيني قومي مقتدره(Palestine National Authority) ته يې ډېر واکونه ورکړل، د نتن ياهو په حکومت کې اسرائيل باندې د فلسطينيانو ګوريلايي بريدونه بند شول خو د نوموړي حکومت په ۱۹۹۹م کې پای ته ورسېد، ۱۹۹۹م ټاکنو کې د ليبر حزب مشر ايهود بارک نتن ياهو ته سترې ماتې ورکولو سره لومړی وزير شو.
د ۲۰۰۱ مارچ کې ايريل شيرون لومړی وزير شو.
اسرائيل ګرين لاين سربېره ۶۸ کيلومتره اوږد باړه تعمير کړ چې په دې سره ملګري ملتونو او اسرائيلي کين اړخو سخت غبرګون وښود. د ايريل شيرون د عصبي رګونو شلېدو نه وروسته ايهود اولمرت انتقالي دورې لومړی وزير شو.
د ۲۰۰۶ اپريل په څوارلسمه «قاديمه» حزب په ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټلې، پدې ډول ايهود اولمرت په رسمي توګه لومړی وزير شو.
صهیونیستی رژیم په ۲۰۱۲ کال د نوامبر په ۱۴ دحماس نظامي شاخه )عزالدین قسام( معاون احمد الجعبري ترور کړ او د غزې مظلوم ولس په وړاندې يې د جنګ اعلان وکړ چې په نهایت کې ۱۶۳ فلسطينيانو شهادت او ۱۳۰۰ نفرو په ژوبلولو سره د لوی خدای (ج) په نصرت د غزې مجاهدینو مقاومت او ثبات په نتیجه کې ماتې وخوړه.
د صهیونیستي تجاوزاتو په مقابل کې د فلسطین مقاومت هم دخپلو مظلوم ملت نه د دفاع په منظور په مقابله لاس پورې کړ او صهیونیستانو ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ چې د دې رژیم مشران یی غافلګیره کړل د تېرو جګړو پرخلاف ۸ ورځنی جنګ باوجود د دې چې یو لنډ مدت یی دوام وکړ خو دښمن ته یې درانده زیانونه واړول او د لومړي ځل لپاره د فلسطین مقاومت (۵) فحرراکټونو د تل ابيب او بیت المقدس ښارونه د هدف لاندې ونیول او د دې ښارونو د اوسېدونکو طبیعي ژوند یې مختل کړ او لوی وحشت یې په کې خپور کړ. همدارنګه مقاومت وکولای شول یو نظامی بلګرد (نظامي طیاره) او دوه طیارې د صهیونیستي رژیم د غزې په فضا کې د هوا ضد راکټونو پر اساس او د دې تر څنګ دوه جنګي کښتۍ دغزې په اوبو کې هدف لاندې ونیسي چې دغه کامیابي د دې باعث شوه چې مقاومت په دې جګړه کې بری ترلاسه کړ. دصهیونیستې ښارونو او ښارګوټو په طرف ۱۵۰۰ راکټونو او توپونو په ویشتلو سره (۵) میلیون صهیونیستانو پناه ځایونو ته پناه یوړه، درې نظامي صهیونیستان هم د مقاومت په دې حملاتو کې مردار شول ، د تل ابيب په زړه اتویوس کی دانفجار پر اساس ۲۷ نفره زخمیان شول او دصهیونیستانو وحشت یې نور هم زیات کړ. د فلسطین د مقاومت عمومي مشر د دی انفجار مسئولیت په غاړه واخیست.

ليکوال: د. علي الطنطاوي / ژباړه: انوار الحق عاصم /

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *