مقالی اوتبصرې

له اسرائيلو سره زموږ کړکېچ

د اسرائيل لفظي مفهوم:
په تاريخي لحاظ سره اسرائيل د يعقوب عليه السلام لقب دی، د يو خطرناک دښمن سره له غېږ نيولو وروسته ورته ورکول شو، له هغې وروسته د نوموړي قوم ته «اسرائيل» يا «اسرائيلي» ويل کېده، اوسني اسرائيلي رياست وګړو ته اسرائيلي ويل کيږي.
ارض موعوده:
د بايبل مطابق خدای جل جلاله «اسرائيلي خاوره» چې په عبرانۍ کې ورته «ارتزيسرائيل» ويل کيږي حضرت ابراهيم، اسحق او يعقوب عليهم السلام نسل ته د ورکړې ژمنه کړې وه، لدې کبله ورته «موعوده خاوره» ويل کيږي.
د اسرائيلي خاورې موقعيت:
«تناکا» يانې عبراني بايبل کې (چې عيسايان يې عهد قديم The Old Testament بولي) د اسرائيلي خاورې د پولو اړوند بېلابېل خبرونه راغلي چې د هغې له مخې اسرائيلي خاوره د مصر له سمندره د فرات سيند پورې سيمې رانغاړي چې د هغې له رويه اوسنی اسرائيلي دولت(State of Israel)، لويديځه غاړه، د غزې تړانګه، شام او لبنان شامل دي، ددې سيمو سربېره د سينا دښته(Sinai Peninsula) هم په اسرائيلي خاوره شامليږي، يهود باور لري چې له مصر نه د بني اسرائيلو تبعيد له دې لارې شوی دی، د يهودو سپېڅلو صحيفو موافق د اردن سيند ختيځه برخه چې د اردن ډېره برخه پکې شامليږي هم د اسرائيلو خاورې برخه ده، ددې صحيفو موافق خدای جل جلاله له مصر نه وتونکو بني اسرائيلو ته د کنعان خاوره «ارتز کنعان» ورکړې وه.
اسرائيلي خاوره او اسرائيلي دولت:
۲۹ نومبر ۱۹۴۷م کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي يو تړون لاسليک کړ چې د هغې له مخې د فلسطين برتانوي اشغال(British Mandate of Palestine) په اسرائيلي دولت (State of Israel) منظور کړ، عبراني ژبه کې اسرائيلي دولت ته «مدينات يسرائيل» ويل کيږي چې په عربي کې ورته «دولة الاسرائيل» وايي.
اسرائيلي دولت د جغرافيې له پلوه د روم سمندرګي جنوب ختيځ خواته په لويديځه اسيا کې پروت دی، د اسرائيلو پلازمېنه يروشلم وټاکل شو البته حيثيت يې لانجمن دی چې له کبله يې ډېری هېوادونو خپلو سفارتونه په تل ابيب کې جوړ کړي دي.
حکومتي نظام له اړخه اسرائيلي دولت يو پارلماني جمهوريت (Parliamentary Democracy) دی، دا د نړۍ يواځينی «يهودي حکومت» دی چې نفوس يې د بېلابېلو قومونو او مذهبي پس منظرون کې حامل هی.
ايلياه او اسرائيل:
يهود د نړۍ په مختلفو برخو کې مېشت وو، د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۱م کې د عيسايانو له مذهبي زور زياتي نه د ځان ژغورلو لپاره په هغو سيمو کې مېشت شول چې اوس ورته اسرائيل ويل کيږي، د يهودو دې انتقال ته په عبراني کې «ايلياه» ويل کيږي، د ايلياه دويم لامل د موشي هېس سوشلسټ صهيونستي افکار وو، يهودو د عثماني خلافت له مامورينو او عرب بزګرانو نه ځمکو پېرلو سره کلي اباد کړل او بزګري يې پرې کوله چې وروسته له ځايي عربو سره ددوی اړيکې پراخه شوې.
يو اسټريايي يهودي تيوډ هرتزل(Theodor Herzl. 1860-1904) د صهيونيستي غورځنګ(Zionist Movement) اساس ايښی وو، نوموړي په ۱۸۹۶م کې د «يهودي حکومت» په نامه يو کتاب خپور کړ چې پکې د يو يهودي حکومت د قايمولو غوښتنه شوې وه، په ۱۸۹۷م کې نوموړي لومړنی نړۍ وال صهيونستي کانګرس راوغوښت.
د صيهونستي غورځنګ په پايله کې له ۱۹۰۴م – ۱۹۱۴م په دوران کې د ايلياه دويمه څپه راپورته شوه چې نږدې څلوېښت زره يهوديان په هغه سيمو کې مېشت شول چې اوس اسرائيل نوميږي.
بالفور ډېکلرېشن: په ۱۹۱۷م کې د برتانيې بهرنيو چارو وزير آرتر جي بالفور(Arthur J. Balfour) د «بالفور ډېکلرېشن»(Balfour Declaration) وړاندې کړ چې په هغې کې د يهودي عوامو لپاره په فلسطين کې يو جلا قومي وطن(National Home) جوړولو غوښتنه شوې وه، په ۱۹۲۰م د فلسطين ليګ آف نېشنز(League of Nations, Mandate Administered by Britain) د برتانيې د څارنې لاندې اشغال شو. لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۳ او له ۱۹۲۴ نه تر ۱۹۲۹م کې د ايلياه دريمه او څلورمه څپه راغله، پدې ترڅ کې د مېشتو خلکو او يهودو ترمنځ ټکر هم راغی. په ۱۹۳۳م کې د نازي ازم د انقلاب په پايله کې د ايلياه پنځمه څپه راپورته شوه، په ۱۹۲۲م کې د سيمې په نفوس کې د يهودو وجود ۱۱ سلنه وو چې تر ۱۹۴۰ پورې ۳۰ سلنې ته ورسېد، تر هغه مهاله د سيمې ۲۸ سلنه خاوره د صهيونستي تنظيمونو او يهودو انفرادي ملکيت کې راغلې وه، د هولو کاسټ(whole cost) په پايله کې د اروپا بېلابېلو برخو کې مېشت يهوديان فلسطين ته په راتګ سره مېشت شول د دويم نړۍ والې جګړې پای ته رسېدو پورې په فلسطين کې مېشتو يهودو شمېر څلور لکو ته ورسېد.
۱۹۳۹م کې برتانیه يو وائټ پيپر صادر(خپور) کړ او فلسطين ته د يهوديانو په راتګ يې محدوديت ولګاوه، له دې مخکې ۱۹۳۶-۱۹۳۹م په دوران کې عربانو پدې قضيې سخت عکس العمل وښود، يهوديانو د ۱۹۳۹م وائټ پيپر د ۱۹۱۷م د بالفور د اعلان مخالفت وباله.
ځمک تلي يهودي ګروپونه:
کله چې د مېشتو عربانو او له بېرونه راغلو مېشت شويو يهوديانو ترمينځ تاو تريخوالی ډېر شو او د انګرېزانو په پلوۍ کې هم کمی راغی نو يهوديانو د (هګانا Haganah) په نامه دفاعي ګروپ جوړ کړ، وروسته د هګانا څو غړو يو پوځي ګروپ (اِرګن Irgun) جوړ کړ او له هغې وروسته (اوراهام سټرن) د «ارګن» نه په جلا کېدو يو ډېر سخت دريځ ګروپ (ليهي Lehi) جوړ کړی چې په عام عرف کې ورته (سټرن ګينګ Stern Gang) ويل کيږي. ۱۹۴۸م کې د عرب اسرائيلي جګړې په منځته راتګ کې ددې ګروپونو ستر رول وو، له دې پرته له اروپا نه د يهودو انتقال، د اسرائيلو دفاعي ځواک تشکيل، له فلسطينه د برطانيه وتل او د اسرائيلو اوسنيو سياسي ګوندونو په جوړېدو کې دې ځمک تلو يهودي ګروپونو اساسي رول اداء کړی دی.
اسرائيلي دولت د منځته راتګ اعلاميه:
د تاوتريخوالي په ډېرېدو، د يهود او عربانو ترمينځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته برطانوي حکومت په ۱۹۴۷م کې له فلسطيني اشغاله د لاس اخيستلو پرېکړه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۴۷م «يو اين پارټېشن پلان» (1947 UN Partition Plan) صادر کړ چې له مخې يې فلسطين په دوه رياستونو باندې د ويشلو امر يې ورکړ، یهوديانو ته يې ۵۵٪ او عربانو ته يې ۴۵٪ سلنه خاوره ورکړه، ددې پلان له مخې يروشلم د ملګرو ملتونو سيمه وګرځول شوه چې چارې به يې ملګري ملتونه پر مخ وړي، په ۲۹ نومبر۱۹۴۷م د ملګرو ملتونو له لورې د ويش پلان تطبيقولو وروسته سمدلاسه ډېوډ بن ګوريان ومانه خو عرب ليګ رد کړ.
په ۱۴ مئ۱۹۴۸م کې جاري شوي د اسرائيلي دولت د منځته راتګ اعلاميه ددې خبرې ښکاره اعلان وو چې د فلسطين برطانوي اشغال (British Mandate of Palestine) کې يو نوی يهودي رياست منځته راغی، دا اعلاميه د برطانوي انتداب له پای ته رسېدو يوه ورځ مخکې د تل ابيب په موزيم کې د «وادليومي» (يهودي قومي کونسل) غونډه کې ولوستل شو او منظور شو، له منظورېدو مخکې يوه مياشت پدې باندې غور او فکر شوی وو.
په ۱۲ مئ۱۹۴۸م د يهوديانو قومي انتظاميې غونډه وشوه چې پکې پدې غور وشو چې د امريکې له لورې د امن تړون وړانديز ومني يا د نوی رياست د جوړېدو اعلان وکړي، د کونسل له لسو غړو څخه شپږو د نوي رياست په منځته راتګ رايه ورکړه.
له دې اعلان نه څو دقيقې وروسته د امريکا متحده ايالاتو نوی رياست او ددې حکومت په رسميت وپېژنده، درې ورځې وروسته د سوويت صدراعظم«سټالن» هم اسرائيل په رسميت وپېژنده خو عرب حکومتونو او فلسطينيانو يې سخت مخالفت وکړ.
د اسرائيلي دولت موقعيت:
اسرائيلي دولت (State of Israel) شمال ته لبنان، ختيځ ته شام او اردن، جنوب لويديځ ته مصر پروت دی، لويځ لور ته يې د روم سمندرګی دی او جنوب ته خليجي هېوادونه دي.
د اسرائيلو رسمي ژبې:
د اسرائيل رسمي ژبې (Official Language) عبراني او عربي دي، انګليسي په عام ډول بهرنۍ ژبه کارول کيږي ، د اسرائيلو په وينا دوی په ۱۴مئ۱۹۴۸م کې له برطانيه نه ازادي اخيستې ده.
د اسرائيلو نفوس:
د ۱۹۹۵م سرشمېرنې موافق د اسرائيل ټول نفوس پنځه پنځوس لکه اته څلوېښت زره پنځه سوه درويشت(۵۵۴۸۵۲۳) وو چې په ۲۰۰۶م کې د يو تخمين موافق شپږ اويا لکه شپږويشت زره نفوس اندازه شوي وو. د امريکا متحده ايالاتو د سرشمېرنې ادارې د (۲۰۱۷-۲۰۱۸) آټکل له پلوه د ګولان څوکه او ختيځ بيت المقدس د نفوس سربېره اسرائيل اوس (۸۶۷۵۴۷۵) نفوس لري. چې د نفوس له پلوه اسرائيل په نړۍ کې (۹۸) هېواد دی. په ګولان فرعي ولسوالۍ کې(۲۲۹۰۰) نفوس او په ختيځ بيت المقدس کې(۲۱۵۹۰۰) نفوس ژوند کوي.
داسرائيلو مساحت او سرحدونه:
په ۱۹۶۷م کې تر کنترول لاندې راغلو سيمو نه پرته د اسرائيلو ټول مساحت ۲۰۷۷۰ کيلومتره مربع دی، داچې ختيځ يروشلم او د ګولان څوکې سربېره د اسرائيلو قانون لاندې راغلو سيمو مساحت ۲۲۱۴۵ کيلومتره مربع دی.
ټوله ۲۲۱۴۵ مربع کیلو میتره
ځمکه: ۲۱۷۰۵مربع کیلو میتره
اوبه: 440 مربع کیلو میتره
د مساحت له پلوه دا هېواد په نړۍ کې 153 هېواد دی.
يادونه: اسرائيل کومې ټاکلې پولې نلري دوی د خپل پلان موافق مخ په وړاندې روان دي او يو په بل پسې سيمې لاندې باسي.
سرحدي هیوادونه : مصر 6 206 کیلو میتره ، د غزې تړانګه: km 59 کیلومتره ، اردن: 6 336 کیلومتره ((km 20 کیلومتره په مړه بحر کې دننه ده ، لبنان 7 107 کیلومتره ، سوریه km 79 کیلومتره ، لویدیځه غاړه 8 278 کیلومتره
د اسرائيلو جي اين پي: اسرائيلو وطني خام مواد د ۲۰۰۵م کال د تخمين له پلوه (۴۵.۱۶۳) ارب ډالر وو، دېته په کتلو اسرائيل په نړۍ کې درې پنځوسم(۵۳) هېواد دی.
اسرائيلو کې د يو تن عوائد:
په اسرائيلو کې د يو تن عوائد درويشت زره، څلور سوه شپاړس ډالر(۲۳۴۱۶) ډالري دي، دېته په کتلو اسرائيل په نړۍ کې اته ويشتم(۲۸) هېواد دی.
د اسرائيلو کرنسي: اسرائيلي کرنسي ته نوی اسرائيلي شيقل (New Israeli Shequel) وايي چې په انګليسي کې په (N L S) سره مخفف کيږي.
اسرائيلو دفاعي ځواک (۲۰۱۹م اټکل):
د اسرائیل دفاعي ځواک «اسرائيلي ډيفنس فورسز» (IDF) شاوخوا (۰۰۹،۲۵۹)فعال پرسونل لري چې له جملې يې (130،000) ځمکني (9 9،500) سمندري؛ او (34،000) هوایي ځواکونه دي، سمندري او هوائي ځواکونه د ځمکني ځواکونو د امر لاندې دي، دا پوځ د خپل مهارت په اساس د نړۍ په سترو پوځونو کې شمېرل کيږي، دوی په شمېر نه بلکې په روزنه باندې ډېر تمرکز کوي آی ډي ايف ټيک ويپن سسټمز او له امريکې اخيستل شويو وسلو باندې بسنه کوي او د «امان» يوه استخباراتي څانګه هم لري.
اسرائيلي نارينه او ښځې ۱۸ کلنۍ کې په پوځ کې منل کيږي، د نارينه و لپاره درې کاله او د ښځو لپاره دوه کاله پوځي دنده جبري ده.
(IDF) ډیری وسلې په کور دننه تولیدوي څه برخه له اروپا او متحده ایالاتو څخه هم واردوي؛ له 2010 راهیسې جرمني او امریکا اسراییلو ته د وسلو مخکښ عرضه کونکي دي. اسرایلو پراخه دفاعي صنعتي اډه لري چې کولی شي دواړه د کورني کارونې او صادراتو لپاره د وسلو پراخه سیسټم رامنځته کړي ، تولید یې کړي ، ملاتړ یې وکړي او دوام ولري ، په ځانګړي توګه زغره لرونکي وسایط ، بې دفاع هوایی سیستمونه ، هوا دفاع ، او لارښود توغندي.
موساد د اسرائيلو استخباراتي شبکه:
په عبراني کې ورته «هاموساد لي مودين اولي تا فکيد يم ميوهاديم» وايي، چې په انګليسي کې د «دي انسټيټيوټ آف انټيلي جينس اينډ سپېشل ټاسکس» مترادف دی، موساد پټ خبرونه جمع کوي، خفيه بريدونه کوي چې پيراملټري سرګرميان او سياسي وژنې (Assassinations) پکې هم شامل دي همداشان کاونټر ټيررازم دنده هم سرته رسوي.
د اسرائيلو ولسوالۍ:
د اسرائيلو شپږ لويې ولسوالۍ دي چې په عبراني کې ورته ميهوزت(Mehozot) وايي مفرد يې (ميهوز) دی او پنځلس کوچنۍ ولسوالۍ دي چې نافوت(Nafot) نوميږي مفرد يې نافا(Nafa) دی، هره کوچنۍ ولسوالي فطري سيمو(Natural Regions) باندې ويشل شوې د فطري سيمو ټولټال شمېر (۵۰) پنځوس دی.
اسرائيل د ګولان څوکه هم خپله کوچنۍ ولسوالي شمېري چې څلور فطري سيمې لري، خو ملګري ملتونه يې نه مني، ددې ترڅنګ جوډيا او سمار هم خپلې ولسوالۍ شمېري خو ملګري ملتونه داسيمې هم د اسرائيل برخه نه ګڼي.
يروشلم
شمالي ولسوالي
کوچنۍ ولسوالي:
۱:-زيفات
۲:-کينرت
۳:-يزری ايل
۴:- اکّو
۵:- ګولان (چې ملګري ملتونه يې د اسرائیل برخه نه بولي).
حيفه
کوچنۍ ولسوالي:
۱:- حيفه
۲:- هاديرا
منځنۍ ولسوالي
کوچنۍ ولسوالي:
۱:-شيرون
۲:-پيتاتِکوا
۳:-راملا
۴:-ريهووت
تل ابيب
جنوبي ولسوالي
کوچنۍ ولسوالي:
۱:- اشقيلون
۲:- بيرشيوا
جوډيا او سماريا
(ملګري ملتونه او د نړۍ ډېری هېوادونه يې د اسرائيل برخه نه بولي).
ميټرو پوليټن سيمې:
د اسرائيل «سينټرل بيورو آف سټيټسټکس» په ۲۰۰۴م کې درې ښارونه ميټرو پوليټن ومنل.
1. تل ابيب (نفوس ۲۹۳۳۳۰۰)
2. حيفه (نفوس ۹۸۰۶۰۰)
يروشلم (نفوس ۷۰۶۳۶۸).
نور بیا…

انوارالحق عاصم – لومړۍ برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *