دینې لیکنېلیکنې

له اسرائیلو سره زموږ کړکېچ!

اسرائيلو فرياد او شکايت کاوه چې موږ پرې د بښنې مياشت کې بريد وکړ او د دوی د مقدساتو عزت مو ونه کړ…! زه لومړی دا پوښتنه کوم چې اسرائيلو ته چا وويل چې دا د بښنې مياشت ده او يوه ورځ پکې ځانګړې ده؟ اسرائيل دروغ وايي. الله -جل جلاله- هغه چاته بښنه نه کوي چې شرک ورسره وکړي او اسرائيلو خو هغه وخت شرک وکړ کله چې دوی وويل عزير عليه السلام د الله زوی دی، الله -جل جلاله- له دې خورا لوی دی چې د هغه دې اولاد وي او نه د هغه په څېر څوک شته، الله -جل جلاله- هغه چاته بښنه نه کوي چې پيغمبران يې وژلي، دروغجن يې ګڼلي، تورونه يې پرې لګولي او دوی خو د جرائمو په قاموس کې داسې يو جرم نه دی پرېښی چې دوی يې ارتکاب نه وي کړی، نو د بښنې دا کيسې پرېږدئ!، ستاسو مخې ته يوازې اور دی ، په دنيا کې به (دالله- جل جلاله- په مرسته) زموږ په لاسونو ورننوځۍ او د آخرت اور خو نور هم سخت دی.
اوپاتې شوه د مقدساتو خبره! اسرائيل څومره بې حياء دي!… آيا دوی د چا د مقدساتو خيال کړی،چې اوس د خپلو مقدساتو د عزت غوښتنه کوي په تېره بيا چې کوم تقدس هم نلري؟ آيا دوی د اقصی مسجد ونه سوځاوه؟ آيا دوی د هغې بنيادونه ونه لړزول؟ د هغې ستنې يې ونه خوځولې ترڅو راپرېوځي؟ آيا دوی د دېوال بېخ ونه کينده؟- ترڅو د ځمکې تل ته کوز شي-دوی غوښتل هغه ځای ته ورسېږي چې لاندې ترې سليماني هيکل دی- او فاصله يې د پنځلس متره ډېره وه. د دوی مخې ته يوازې د اقصی دېوال و، که دوی د کلا څنګ ته پنځه متره نوره کيندنه د دېوال پرځولو لپاره کړې وای نو مسجد به يې نړولی وای.
آيا دوی د قيامه کليسا تخريب او پليته نه کړه چې نصاراؤ ته يې تقدس درلود؟دوی هغه کليسا هم غلا کړه لکه څنګه چې يې مسجد وسوځاوه!…
دوی غله او تخريب کار دي، دوی فرياد او شکايت کوي چې موږ د اختر پر ورځ پر دوی بريد وکړ،دوی فلسطينيانو ته کوم اختر پرېښود چې خوښي په کې وکړي؟ دې مجرمانو خو د هغوی اخترونه هم ماتم کړل.
آيا اسرائيلو د کوم ناروغ خيال وکړ؟ ، آيا دوی روغتونونه ونه نړول، ناروغان ، ډاکټران او نرسانې يې ونه وژلې؟
آيا دوی د کوچنيتوب يې خيال وکړ چې له خلکو غواړي ترڅو د دوی د کوچنيانو خيال وکړي؟.
تاسې ته به ياد وي په وار، وار مې درته ويلي وو چې اسرائيل هغه ډول نه دي څنګه چې تاسې انګېرئ ، داخو ګيدړ وو په مردارو به ګرځېده، د لېوه پوستکی يې وليد يا ورته چا ورکړ نو وايې غوست، له ځان سره يې د لېوه ثبت شوی غږ واخيست، نو خلکو پرې هم د لېوه ګمان وکړ، ولسونو هم بې تپوسه ومنل او د دوی هم پر ځان باور راغی.

خلکو انګېرله چې د اسرائيلو استخبارات د نړۍ له ټولو قوي استخبارات دي، زموږ ناسته ولاړه هر څه باندې پوه دي، تردې چې ځينو انګېرله (أستغفرالله) چې زموږ له زړونو هم خبر دي، همدغه اسرائيل وو چې په رمضان کې پرې هجوم وروړل شو استخباراتو يې هېڅ توان ونه موند،چې زموږ د لښکرو پل مالوم او يا يې کوم څرک ولګوي.
الله -جل جلاله- دې مشرانو ته هم ډېر خير ورکړي چې له (۹۶۷) جګړې نه يې د راز پټ ساتل زده کړي وو،بلکې د رسول الله (ص)له مبارک سيرت نه يې زده کړي وو چې څنګه يې د مکې د فتح په ورځ د خپل لس زره کسيز لښکر تحرکات پټ وساتل چې په عربي جزيره کې هغه مهال تر ټولو ستر لښکر وو، په دې کې د هرې قبيلې کسان وو خو پردې سربېره يې ټولې هغه لارې وتړلې چې قريشو ته ترې خبر رسېده.
د بدر بريمنې معرکې نه وروسته ماتې خوړل، ولَو که د رسول الله (ص) او مشرانو اصحابو ټينګ پاتې کېدلو ماتې په بري بدله کړه خو دا د دې لپاره چې جنګ نوبتي دی ، وخت د څرخ په څېر دی، نړۍ شپه او ورځ ده (بدلېږي رابدلېږي)، ځمکه په نېغه ختل او ښکته کوزېدل دی، ليکن اعتبار پای ته رسېدلی، ټولې چارې په اختتام پورې تړلې ، نو ان شاء الله راتلونکی زموږ دی، د دين اسلام دی ، ترڅو چې موږ په اسلام ټينګ يو بری زموږ دی.
په رمضان کې چې موږ څه وکړل خورا حيرانوونکي وو، تاسې فکر وکړئ د شګو يوه همواره غونډۍ چې شل متره ارتفاع ولري که تاته يې د ختلو دنده درکړل شي،نو په ختلو به يې ستړی شي، په تېره بيا چې کله يې پر سر چاپېره کسان ناست وي تا په کاڼو ولي او له ختلو دې بندوي، په تېره بيا چې د کاڼو پرځای مرمۍ او بارود وي او په تېره بيا چې د شګو د دې ډيرې پرځای سخت کاڼي او کلک سيمنټ وي، په هغې کې ټانکونه او توپونه نصب وي، څنګه د مصر پوځ له منځه يووړل؟!، تر ټولو غښتلې عصري او دفاعي کرښه چې (۲۸۳) مليونه ډالر لګښت پرې راغلی وو دوی پرې په خورا پخوانۍ او ضعيفې وسيله باندې ورتېر شول([7])، د لرګي په زينه باندې چې بيه يې درې ډالره وه دا حيرانوونکې پېښه څنګه وشوه؟!… په ايمان او ځيرکتيا سره چې پلان، وسله او راز پټول ورسره مل وو، دا ټول شيان اړين وو خو دا لکه د يو بدن غړي او ايمان يې روح وو، په (۹۶۷) جګړه کې مونږ دا هرڅه درلودل خو روح پکې نه وو خو اوس ورسره روح هم ملګری شو، دا خورا حيرانوونکي کوزېدل وو، شايد دا د هغه متحدينو د کوزېدو په څېر وو چې د وروستنۍ جګړې په جريان کې د (نورماندي) په ساحل ښکته شول، بلکې له هغې هم خورا حيرانوونکي وو، زه ګمان کوم چې کال (۱۹۷۳) د اکتوبر په شپږمه د مصريانو کوزېدل به د نظامي تاکتيکونو په تاريخ کې وليکل شي چې حربي ښوونځي کې به لوستل کېږي.
په (سيناء) او (ګولان)کې زمونږ د پوځونو حيرانوونکو کارنامو ته نړۍ ګوته په غاښ پاتې وه ،دوی بايد په رمضان جګړه کې زموږ له بريا نه بلکې په (۴۸) او (۶۷) جګړو کې زموږ له ماتې حيران شوي وای، عادتاً د تعجب وړ خو دا وي چې يو کار له داسې چا نه صادر شي چې وړتيا يې نه لري لکه د حاتم طائي زوی چې سخاوتمند وي څوک يې ناشنا نه بولي ځکه زوی دپلار سِر وي، حيرانتيا هلته پيداکېږي چې د حاتم طائي زوی بخل وکړي.
د تعجب وړ خو داوه چې يهود بريالي شول،هماغه يهود چې بې وزلي او رسوايي يې په برخه وه، نه دا چې د فاتحو سوبمندو اولادې بری وموند،چې پلرونو يې ختيځ او لوېديځ فتح کړی و، هماغه چې د نړۍ رهبران او ښوونکي وو، سربېره پردې چې په (۱۹۴۸) او (۱۹۶۷) دواړو جګړو کې نه موږ برلاسي شو او نه يهود بريا ته ورسېدل، په ناپامۍ سره موږ کې د يهودو خويونه راغلل، اختلاف، بې زړه توب، راز افشاء کول، پلان نه درلودل او د دښمن مشورو ته غوږ نيول.
[7]-د مصر ځواکونو د شپږ ساعته پرله پسې جګړې وروسته د(بارلِو) په نامه دفاعي کرښه چې (۷) متره پلنوالی يې درلود ونړوله او سيناء دښتې ته ننوتل. (ژباړن)
نور بیا…

پنځمه برخه / لیکوال: د. علي الطنطاوي / ژباړن: انوارالحق عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *