نړۍ

له اوکراین سره د امریکا تازه نظامي مرسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې متحده ایالاتو تازه له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کړې ده.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پیله تر اوسه امریکا د یاد هېواد کلک ملاتړی پاتې شوی او څو ورځې وړاندې یې هم مرسته ورسره اعلان کړې وه.
له اوکراین سره د امریکا د تازه مرستو سربېره ویل کیږي چې فرانسې په اوکراین کې خپل عسکر هم ځای پر ځای کړي دی.
بل خوا، واشنګټن له یوه بل متحد، تل ابیب سره د مرستو او وسلو د نه لېږد اعلان کړی دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button