دینې لیکنې

له اړمنو سره مرسته  د ټینګ ايمان او مېړانې  نښه ده

حسان مجاهد

اسلام له مسلمانانو سره په مينه، همکارۍ او د اړتیا پرمهال د لاسنیوي بار بار ټینګار کړی دی. إبن کثير رح د سورة حشر اتم نمبر آيت په تفسیر کې ليکي: د رښتينو مؤمنانو صفت دا دی،چې د اړتیا پرمهال نور اړمن کسان تر ځان مخته کوي.[تفسير ابن كثير ٧٠/٨]

رسول الله ﷺ فرمايي: مؤمنان یو له بله سره  په مينه، مهربانۍ او همکارۍ کې د یو بدن په شان دي، که په بدن کې سترګه ناروغه وي، ټول بدن ور سره نا آرامه وي او که سر ناروغ وي، ټول بدن ور سره نا آرامه وي.[ بخاري او مسلم] مطلب دا چې هر مؤمن بايد د بل مؤمن په غم ور شريک او خواخوږی وي.

د حنفي فقهې ستر إمام بدرالدین عیني رح ليکي: له اړمنو مسلمانانو سره همکاري کول واجب دي[عمدة القاري ٤٢/١٣]

حسن بصري رح وايي: ماته د يو مسلمان حاجت پوره کول، د دوو میاشتو تر اعتکاف خوښ دی[قضاء الحوائج لابن أبي الدنيا صـ ٤٨]

عبدالله بن عثمان رح وايي: له ما څخه چې څوک د یو حاجت غوښتنه وکړي، لومړی يې په خپله پوره کوم، که په وس مې نه و پوره، مال مصرفوم، که بيا هم پوره نه شو، له نورو مسلمانانو همکاري غواړم، که بيا هم نه وشو، د وخت له پاچا څخه غوښتنه کوم.[الآداب الشرعية لابن المفلح١٨٠/٢]

يو صحابي ته مېلمه راغی، ده خپلې مېرمنې ته أمر وکړ چې د ماشومانو خواړه مېلمه ته را وړي او ماشومان په وږي نس ويده کړي، څراغ يې مړ کړ، تر څو مېلمه ګمان وکړي چې خاوند او مېرمن هم خوراک کوي، په داسې حال کې چې دوی دواړو د خوراک څه شی نه درلودل، په دا سبا د دې پېښې په اړه آيتونه نازل شول او رسول الله ﷺ صحابي ته فرمايي: بيګا له مېلمه سره ستاسو نېک چلند د الله تعالی ډېر خوښ شو.[ رواه مسلم]

محمد بن اسحاق رح وايي: د مدينې منورې کورنو ته خواړه راتلل خو خبر نه وو، چې له کومه راځي، کله چې علي بن حسين رض وفات شو؛ دوی له هغې  مرستې بې برخې شو چې په شپه کې به ورسره کېده. عمرو بن ثابت رح وايي: علي بن حسين رض چې وفات شو، په شا يې هغه نښې وليدل شوې چې نوموړي به شپې د کونډو او بې سرپرستو کورونو ته د خوړو بارونه ور وړل.إبن قيم رح ليکي: له مسلمانانو سره همکاري د ایمان په قوت او ضعف پورې اړه لري، د چا چې ايمان قوي وي، هغه په مرسته کې پیاوړی وي او څوک چې ضعيف الإيمان وي، هغه په مرسته کولو کې هم کمزورى وي.[الفوائد]

له زیانمنو او اړمنو مسلمانانو سره همکاري، همدردي او غمشریکي کول د مېړانې او ټینګ ايمان نښه او د اسلام له نظره ډېر دروند او غوره خوی بلل شوی، چې بدبختانه نن سبا په اسلامي ټولنه کې مخ په کمېدو روان دی او د ورورولۍ او خواخوږۍ روحيه له منځه تللې ده، هر څوک د ځان غم اخیستی او له نورو سره د انساني همدردي کولو احساس یې وژل شوی دی. داسې ډېر سرمایه داران شته چې په لږ اندازه مالي لګښت سره کولای شي زیات شمېر بې وزله او زیانمن را پورته کړي، خو بیا هم د بخل لاسونه يې ترځان تاو کړي او د څه ورکولو جرأت نه شي کولای. په دې هیله چې هر څوک تر خپله وسه له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې زیانمن شوي، بې کوره شوي او د ژوند له ډول ډول ستونزو سره مخ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button