افغانستان

له ایرانه نږدې ۳ زره کډوال راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د ۲زره او ۸۰۵ تنه کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاد کډوال پرون د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي. کډوالو چارو وزارت د اسلام کلا د سرحدي آمر له قوله لیکلي، چې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو له جملې یو شمېر کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال دفتر ته ورپېژندلي دي. بل‌خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر کندهار ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د کډوالو چارو ریاست سیمه ییزو چارواکو ته د کډوالو ستونزو ته د رسېدو سپارښتنې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *