افغانستان

له ایران او پاکستانه تر ۲۵۰ زیاتې افغاني کورنۍ راستنې شوې

‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۶۹ کډوالې کورنۍ په جبر هېواد ته راستنې شوې.

د کډوالو چارو وزارت د سیمه ییزو مسئولینو د راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۷۰، د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نیمروز له لارې ۵۷ او د هرات اسلام کلا له لارې ۹۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې ۶۵ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او په پاتې نورو یې مرستې وېشل شوې دي.

دغه شمېر کډوالې کورنۍ داسې مهال هېواد ته راستنېږي، چې د هوا په ګرمېدو سره له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه په جبر د کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button