سرمقالې

له بيت المال سره انتهايي مسؤلانه چلند په کار دی !

څرنګه چې دا وخت د هېواد بيت المال او ګرد سره ملي وسايل او شتمنۍ زموږ د اوسنيو چارواکو چې زياتره يې ديني علماء دي. په واک او اختيار کې دي، نو لازمه ده چې يوه شېبه هم په دې اړه څه غفلت او بې پروايي ترې ونه شي. ځکه دا هغه خطرناک الهي ازميښت دی چې د ډېرو پخوانيو او ملتزمو مسلمانانو پښې هم په کې ښوييږي. ځکه وايي چې دا دنيا خوږه او ښېرازه ده او څښتن تعالی يې خالص د امتحان لپاره يو او بل ته ورکوي او بيا يې اعمال څاري. د بيت المال دا وسايل چې اوس د حکومت د لويانو او وړو مسؤلينو په لاس کې دي بايد د يو ډېر درانه امانت په سترګه وکتل شي او هغه ساعت له ياده ونه ايستل شي چې په يوه سخته ورځ کې به يې د لوی خدای (ج) په حضور کې د ذرې، ذرې پوښتنه کېږي. په دې کې شک نشته چې د يادو وسايلو تر لاسه کولو ته به د هر چا نفسي او شيطاني هوسونه خورا ډېره تلوسه لري، خو دا هم ياد ساتل په کار دي چې په دې اړه بې پروايي او خيانت د يو ښه مسلمان همېشنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کولی شي. له بلې خوا ياد امانتونه پر مخلوق پورې هم تړلي دي، نو ځکه د خيانت، بې باکۍ او اسراف صورت کې يوازې د آخرت تبايي نه بلکې دنيا کې هم لويه بدنامي او شرمندګي لري. بيا خصوصاً د هغه چا له خوا چې د افغانانو ديني مشران، امامان، خطيبان، استادان او داعيان وي. مطلب دا چې طبعاً دا وخت همدغه ديني قيادت په دې موضوع کې ښکېل دی او افغاني ټولنه په دې هيله ده چې دا خلک له خدايه وېرېدونکي او پرهيزګاره اشخاص دي، ښايي د بيت المال له هر څه سره پوره احتياط وکړي او په دې توګه د هېواد ټوله شتمني د وطن پر آبادۍ، بسياينې او پرمختګ ولګوي څو د خپل ځپل شوي او بې وزله ملت وږي، لالهانده او پرديو هېوادوکې در په دره وګړي يې سوکاله او په ګېډه ماړه شي. له همدې امله زموږ هر سپين ږيری او تور ږيری شپه ورځ غوږ، سترګې دي چې ملا صاحبان خو بې له شکه دينداره او لمادي خلک دي، خو ګورئ چې په مالي برخه کې به يې د شفافيت کچه څومره وي. او دا هم يا د ساتل په کار دي چې خلک يقيناً يوازې پر همدغه اړخ ډېر حساب کوي. په دې مانا چې که عام ولس ته ثابته شوه چې د امارت چارواکي له بيت المال سره خورا محتاطانه چلند کوي او له خيانت، درغليو، رشوتونو او د ملي وسايلو په استعمال کې له بې پروايۍ ځان ساتي نو پايله به دا وي،چې افغانان به نور هم پر خپل ديني قيادت باوري، تابعدار او د هغوی پر خبرو به تردې لا زياتو قربانيو ته چمتووالی ښيي،خو که خدای دې نه کړي عوامو ته معلومه شي چې مسؤلين د مال او دولت راغونډولو او عيش و عشرت برابرولو کې مصروف دي، د بيت المال په هکله بې پروا او د ژوند کچه يې د مجاهدينو او داعيانو له حالته وتلې او لويو خانانو ته رسېدلې،نو لوی زيان يې دادی، چې زموږ ولس به د تل لپاره پر ديني مشرانو بدګومانه شي. بيا نو که هرڅومره د قرآن او حديث له مخې وعدو وعيد بيانوي، څوک به يې نه مني په دې توګه به کفري دعوت ته لاره خلاصه او د کروړونو خلکو دين او ايمان به له خطر سره مخ شي. لوی خدای دې ټول مسلمانان په دې سخت ازميښت کې بريالي او له هر ډول خيانته وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *