
افغانستان
له تایمني تر کارته پروانه ګلدانونه رغول کیږي
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري له تایمنیو تر بست او له بست تر کارته پروان څلورلارو د غځېدلو سړکونو د ګلدانونو بیارغولو چارې پیل شوې.
د یادو ګلدانونو د بیارغونې په چارو کې د یو شمېر ګلدانونو
د جوړښت بدلون، د کرنیزې خاورې بدلول، د نباتي بوټو کینولو لپاره د ځمکې نرمول، د ونو اصلاح او د زرغونتیا پراختیا شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا او سمسورتیا په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړې دي او په همدې موخه د ښار په بېلا بېلو برخو کې کار روان دی.