افغانستان

له ترکمنستان سره پر دوه اړخیزو مسائلو بحث کېږي

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي پرون د يوه پلاوي په مشرۍ، ترکمنستان ته په رسمي سفر روان شو.
د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير رشيد مُردوف په بلنه، پر ګڼو دوه اړخيزو مسائلو د خبرو اترو په موخه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.»
ویل شوي چې په یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست ترڅنګ، د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت مسئولين هم شامل دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *