افغانستان

له دې وروسته به د سوداګرو اسناد او جایدادونه پروسس کېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې له قانوني دلیل پرته د سوداګرو مزاحمت وکړي.د دغه وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د هرات له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي چې د دغه وزارت رهبري تل هڅه کوي چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.په دې کتنه کې د هرات سوداګرو د املاکو د غصب، د لېږد رالېږد لوړه بیه، د کرنې له وزارت څخه د اجازې اخیستلو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خپلې ستونزې شریکې کړې دي.اعلامیه زیاتوي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د سوداګرو اسناد او جایدادونه به په مشخص ځای کې پروسس کېږي.همداراز په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د هرات په بندر کې د سوداګرو ستونزې به د پلان له مخې د ریاست الوزرا دفتر ته وړاندې کړي.تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر بندرونو کې سوداګرو له ګمرکي ستونزو څخه شکایت کړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *