عجیب معلومات

له رکود او جمود څخه، تر تخليق او پنځونې

مولوي کريم الله کامران
انسان د هستۍ تر ټولو اشرف مخلوق دی، الله جل جلاله په ډيرو داسې لويو نعمتونه نازولی دی، او داسې سترې لورينې يې پر کړي دي، چې هغه نعمتونه او لورينې په نورو موجوداتو کې شتون نه لري، په انساني مجسمه کې داسې ستر مادې او معنوي امتيازات موجود دي، چې د مځکې پر مخ نور مخلوقات يوازې ترې بې برخي نه دي، بلکې په هغوی کې د داسې امتيازاتو د شتون تصور هم ناشونی دی، د بيلګې په توګه انسان ته الله جل جلاله دماغ، ذهن، فکر، احساس، حافظه، عقل او شعور ورکړی دی، په دې ټولو کې هر يو يې د دومره اهميت او ارزښت څخه برخمن دی، چې د یوه په نشتون کې یې انسان په عدم انسان شميرل کيږي او همدغه مادې او معنوي امتيازاتو انسان د شرافت تر پولو رسولی دی.
خو دغه ټول نعمتونه چې الله جل جلاله انسان ته ورکړي دي، او دغه ستري لوریني چې یې پر کړي دي، د دې تر شا همدومره ستر ستر حکمتونه او رازونه پراته دي، انسان بايد د دې ټولو نعمتونو او لورينو څخه سالمه ګټه پورته کړي، او خپل ټول پام او توجه دې لور ته راوګرځوي، چې د خدای جل جلاله ورکړو نعمتونو څخه بشپړه استفاده وشي، ترڅو د دې نعمتونو او لورينو څخه په ګټه اخستلو سره انسان هغه رازونو ته رسيدګي وکړي او هغه حکمتونه ترلاسه کړي، چې په هغه کې د انسان د شخصي او اجتماعي ژوند سوکالي او خوشحالي پرته ده او د دې ترڅنګ د الله جل جلاله رضا، د دنيا او اخرت بريا او کاميابي په کې نغښتې ده، هغه بريا چې د انساني ژوند له پاره مقصد او هدف دی.
انسان ته زياتره ورکړل شوي نعمتونه او لوريني هغه وخت د ګټي او استفادې وړ ګرځي، چې انسان یې د تخليق او پنځوني ميچني ته واچوي، د رکود او جمود له تاريکي بوجۍ څخه يې رابهر کړي، د اوسني عصر ټول پرمختګونه او لاسته راوړني د انساني عقل محصول دی، هوکې، هغه عقل چې د تخلیق او پنځوني ميچنه پر چورلېدلې وي، په دې اړه ټول انسانان په یوه خوله دي، چې دغه پرمختګونه او لاسته راوړني چا په غرونو او بيدياوو کې نه دې موندلي، بلکي دغه ټول پرمختګونه انسان ته د خدای ورکړي ذهن، عقل او نورو مادې او معنوي نعمتونو څخه جاج اخلي، نن چې انسان په هوا کې ګرځي، نن چې انسان د مځکې ډيره اوږده فاصله په لنډ وخت کې وهي، همداسې لسګونه او سلګونه پرمختګونه د انساني هڅو او هاند وروسته د تخليق او پنځوني نتيجه ده.
کله چې انسان ورکړل شويو نعمتونو ته په درنه سترګه نظر نه کوي، د ګټي او استفادې اخيستني ته يې ليواله نه وي، او په ژوند کې د نوښت او ارتقاء لپاره يې زړه څړيکه او درد نه کوي، نو ژوند یې په ټوله مانا د رکود او جمود په حالت کې وي، د رکود او جمود حالت د انسان پر وجود ډيره ناوړه اغيزه لري، انسان ته د ژوند د اصلي مقصد او هدف په پېژندولو کې خنډونه ايجادوي، انسان په تاریکه او ترژمۍ نړۍ کې پريږدي، چې هر څه يې د سترګو څخه پناه وي، آن بيا په ژوند کې د ځان ژغورني او دفاع توانايې او ځواک هم له لاسه ورکوي، خپل د ژوند ټول واک او فيصلې يې د نورو لاس ته لويږي، په داسې حالت کې نو انسان يوازې د خپل دښمن رحم او شفقت ته پاتي وي. د هغه انسان چې په ژوند کې یې د رکود او جمود لاره نيولې وي او هغه انسان چې په ژوند کې د تخليق او پنځوني پر پوړو پورته کيږي، بس يوازې همدا توپير دی، چې لومړي يې خدای ورکړي نعمتونه هېر کړي دي او دوهم يې خدای ورکړي نعمتونه پر کار اچولي دي، لومړی انسان د ژوند اوږدو کې هر ځل د ستړياوو، ستونزو، تکليفونو، بربادۍ او تباهۍ سره مخ وي، خو دوهم انسان چې په کامله توګه خپل رب جل جلاله ته تسلیم وي، د خپل ژوند ټول مسير يې د خدای جل جلاله پر لار برابر کړی وي، هغه تل خپل ژوند کې پر ستړياوو، ستونزو، تکليفونو او نورو لوړو او ژورو باندې برلاسۍ وي، هيڅکله يې د حالاتو او شرائطو ادلو بدلون حوصله او همت نشي ماتولی، که يې خپل تخليق او پنځونه د خپلې ټولني په سويه وه، په خپله ټولنه کې به سر لوړی وي، که یې تخليق او پنځونه د هيواد په کچه وه، په خپل هيواد کې به سرلوړی وي او که تخليق او پنځونه د نړۍ په کچه وه، ټوله نړۍ کې به یې نوم پروت وي، ټوله نړۍ به دوه لاسي سلام ورته کوي، آن پر نړۍ د راج د چلولو چانس هم په لاس کې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *