
له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره همغږي اړینه ده
سېلابونو یو ځل بیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ناورینونه رامنځته کړل، اوخلکو وضعیت يې کړکېچن کړ، نو خیرغوښتونکو او با احساسه هېوادوالو ته په کار ده، چې له مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار پاتې شي او همغږي رامنځته کړي.
د باختراژانس مبصر لیکي: په دې وروستيو کې د هېواد ځينې برخې د سختو بارانونو، طوفانونو او سېلابونو راوتلو شاهدې وې، چې له امله يې سلګونو کسانو ته ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
اوس له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې څرنګوالی یوه اړینه مسئله ده، چې باید ورته رسېدنه وشي، که څه هم د اسلامي امارت اړوند مرستندوی بنسټونه د دغه ناورین په لومړیو ساعتونو کې لاس په کار شول او له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره یې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ور ودانګل او د ژوندانه لومړني وسایل یې د سېلاب ځپلو په واک کې ورکړل، خو دا کافي نه دي او باید لا ډېر کار وشي تر څو د هېوادوالو دغه درد ته د خلکو په همغږۍ ځواب وویل شي.
اړينه ده، چې د هېواد په هر ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې راټولولو کمپاين پيل شي، ترڅو د خلکو په مرسته د زيانمنو شويو هیوادوالو د دردونو درملنه وشي او د ملي سوداګرو او شتمنو خلکو ګډون به دا بهیر لا پیاوړی کړي. د مرستو له راټولولو وروسته باید په سېلاب ځپلو سیمو کې د همغږۍ شورا جوړه شي او د دې شورا او سیمه ییزو معتمدینو په همکارۍ مرستې ووېشل شي، تر څو د مرستو د وېش لړ کې شفافیت رامنځته شي، د مرستو د وېشلو پرمهال باید له ټولو زیات هغه کسان په نظر کې ونیول شي، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. ځکه ډېرې داسې کمروزې کورنۍ شته، چې ځانګړو مرستو ته اړتیا لري. د مرستو په دغه جریان کې مرسته کوونکي بنسټونه او اشخاص باید دې موضوع ته پام وکړي چې ځینې سېلاب ځپلي اوږد مهاله مرستو ته اړتیا لري. تمه ده، چې د کمپاینونو له لارې پیسې راټولې او روان وضعیت ته بدلون ورکړل شي او د یو منظم پلان له مخې ټول دولتي او خصوصي مرستندویه بنسټونه وکولی شي، هېواد کې د سېلابونو له امله را ولاړ شوي مصیبت ته چټک ځواب ووایي.
د باختر آژانس تبصره