بېلابېلې لیکنېلیکنې

له غزې وروسته رفح ښارګوټی  د ټولې نړۍ په مخ کې ورانېږي

مولوي نورالحق مظهري

د اسلامي او غير اسلامي ټولې نړۍ په مخ کې اسرائيلو په ډېرې بد معاشۍ سره په غزه کې د رفح پر ښارګوټي هم حمله وکړه او پر مظلومو ځايي او بې ځايه شويو فلسطينيانو يې ډېره درنه بمباري وکړه؛ د اسرائيلو په وينا چې دوی به پر رفح خپل بريدونه همداسې دوامداره ساتي.اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت د بې غيرتۍ او غفلت په مرګوني خوب کې د بې ايمانه او بې غيرته حاکمانو له لاسه ويده ده که يواځې عربي هېوادونو تنها دومره کړي وای چې خپله مځکه، فضاء او سواحل يې د اسرائيلو پر مخ بند کړي وای زه په پوره ډاډ سره وايم،چې نه تنها اسرائيلو به پر غزې خپل بریدونه درولي وای بلکې په ډېر لږ وخت کې به د غزې مجاهدين ورباندې بر لاسي شوی وای او تر تل ابیب به يې اسرائيل په ګونډو کړي وای.

خو له بده مرغه چې له ټولو مخکې د  فلسطين سره ګاونډیو اسلامي هېوادونو لکه مصر او اردن خپله ځمکه او فضا د اسرائيلو او امريکا په اختیار کې ورکړه او تر اوسه ترکيه او نور عربي هېوادونه د مظلومو مسلمانانو وژلو ته لاس تر زنې ناست دي او ننداره يې کوي بلکې له تولو لا بده خبره دا ده چې تر اوسه دوی د ظالمو اسرائيلو سره خپلې سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکې همداسې ګرمې ساتلي دي.که په سوشل ميډیا کې پر خبرونو باور وشي خو تر اوسه د ترکيې بمونه او د سعودي او متحده اماراتو تېل په ورځني ډول په پېخر اسرائیلو ته روان دي.د امریکا، برېتانیا، جرمني، ايټاليا، فرانسې او نورو کفري هېوادونو څخه موږ ګيله نه کوو او نه هم د مرستې او بشر دوستۍ طمعه ورته لرو ګیله مو د هغو کسانو څخه ده،چې ځانونو ته مسلمانان وايي خو بيا هم د غزې په موضوع کې د امريکا او اسرائيلو تر څنګ درېږي؛ الله تعالی مو په خپل قدرت کامله سره تباه او برباد کړه چې ستاسې د بې غیرتۍ او کفري غلامۍ په سبب نن پر مسلمانانو مځکه توره تبۍ ده!

مسلمانانو وړوڼو! که مو نور په وسه نه وي پوره د ښځو غوندې دعا خو کولای شو؛ راځئ چې له ټولو مخکې د اسلامي هېوادونو حاکمانو ته دعا وکړو،چې که يې هدايت او غيرت مقدر نه وي الله تعالی يې را څخه واخلي او داسي سوچه اسلامي او غيرتي نظام په ټولو هېوادونو کې حاکم کړي لکه په افغانستان کې چې يې حاکم کړی دی.بيا د غزې مسلمانانو ته په اخلاص دعا وکړو چې الله تعالی يې د خپل غيب څخه نصرت وکړي او کفري نړۍ داسې وشرموي لکه په افغانستان کې چې یې وشرمول.دا د ټول بشر په تاريخ کې د ټولې نړۍ په خاصه توګه د مسلمانانو پر ټنډه تور داغ دی چې د دوی په مخ کې د غزې د مرکز وروسته د رفح ښارګوتی د اسرائيلي غاصبو ځناورانو لخوا ورانېږي او مظلوم مسلمانان په ډېر وحشت او بربريت سره شهيدانېږي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button