بېلابېلې لیکنې

له فتنو ځان وساتئ

ډاڪټر سیف الله «خالد»
د تېر نظام ځیني مشران یې په لاندي استخباراتي جالونو کې را ګیر یا بلک میل کړي وو.پام او بې حده ځیرڪ اوسئ
لږ شاته تاریخ ته به وګورو. قارون د موسی علیه السلام په خلاف ښځه دېته تیاره ڪړه چي په موسی علیه السلام تور یا تهمت و لګوي چي د قارون دا دسیسه ناکامه شوه.هغې ښځې بیا وویل(و انت صادق و قارون الڪاذب القصص۷۶○)
همدارنګه بلعم بن باعور ته چي مستجاب دعآء هم وو د دښمن لخوا د ده د ښځي په واسطه دسیسه جوړه شوه چي موسی علیه السلام ته ښیرا وڪړي خو الله ﷻ د خره نه را وغورځاوه په داسي حال کې چي له خولې یې لاړي هم بهیدلې.
قدرمنو وروڼو !
زموږ په ټولنه کې الحمدلله داسي میندي او خویندي هم شته چي باتور او زړور کفر ځپونڪي مجاهدین يې دې اُمت ته روزلي د هغو د اوصافو اړوند که ڪتابونه ولیکل شي پرې ارزي خو بل اړخ ته ښایي د بلڪ میل یا بلڪ میلنګ نوم به مو اوریدلی وي
تاته د سړڪ په غاړه یوه نقاب یا چادري والا ښځه لاس درکوي چي تر یوه ځایه یې ورسوې موټر ته یې پورته ڪوې؟ ستا ځواب به یا هو او یا نه وي که هو وي د بیت المال یا خپل موټر ته داسي ښځه ځوانه وي یا زړه ستا د زړه سوي له امله یې پورته ڪړې او هغې ته هم د دښمن لخوا داسي پلان یا ډېره دردوونکي افسانه ورکول شوی وي چي ته پرې و هڅول شې او ورڪي راګیر شې کیدای شي ښځه یا نجلۍ ډېره ښایسته خو په زړو او شلیدلو جامو کي وي چي ستا به پرې شڪ هم را نه شي چي دا به د دښمن لخوا ستا د غولونې لپاره ګمارل شوي وي دلته ښايي ځیني سل سلنه دا احتمال وي چي دا ښځې یو نفر ستا له موټر څخه لیري د عکاسۍ لپاره کینولی وي دوهم: ښايي ښځې له خپل ځان سره ستا د خبرو ثبت شروع کړی وي چي د موقع په وخت کې ستا له ځینو خبرو شومه ګټه پورته ڪړي. دریم : ښايي ښځه ګمارل شوي وي چي ستا د ڪور دقیق آدرس نور معلومات وکړي د بیلګي په ډول ستا د بچیانو معلومات کول چي خدای ﷻ مه کړه ته کور نه یې او دا په موټر کي ناسته ښځه ستا کورته ورشي په نا فهمۍ ڪې ستا له کور والا څخه ویډیو وکړي بیایي د یوې فشار الې په ډول پر تا وکاروي چي که دا کار کوې یا دومره پیسې راکوې رایې ڪړه کنې نشرووم یې. یا دې خداﷻ مه ڪړه بچیان د اختطاف له خطر سره مخ شي.
څلورم: د ځینو ملګرو له قوله ځیني ښایسته رنګي ښځې چي لوڪسي جامې یې هم پر ځان وي په ځیني ساحو کې ګرځي را ګرځي نور خلڪ نه یادووم خو دا ښځې د ځینو مجاهدینو پام ځانته را اړوي دا ښځې د صلیبیانو د وخت له چالونو څخه ګټه اخلي د مجاهد د طبیعت موافق ځان عیاروي بیا یې جذبوي چي په دې جریان کې له یوه مجاهد څخه صوتي مکالمې ، تصویرونه او ویډیوګانې په یوه شیطاني مهارت سره اخیستل کیږي چي بیا یې د فشار الې په ډول دا خبیث خلڪ کاروي چي په دې ډول د یوه سپېڅلي شخصیت وژنه او بدنامي کیږي او هر څه چي هغوی و غواړي بیایي په یاد ڪس کوي.
پنځم: زموږ د مستندو معلوماتو په اساس ځیني ښایسته هلکانو په فس بوڪ او نورو ټولنیزو شبکو کې اککونټونه یا ایډیاني جوړي دي چي مطرح او ټیټ رتبه اشخاصو ته مسجونه کوي او ورته لیکي چي زه ستا دا او دا غوښتنې پوره کوم دا هم د بلڪ میل یوه نوي شیطاني فڪري طرحه ده چي مجاهدین وروڼه دې ورته بیداره و اوسي.
شپږم: ځیني بد لمني ښځې د ګدایګرو (سوالګرو) په شڪل کې هم د دښمن لخوا ګمارل شوي وي چي زاړه لباسونه یې پر تن وي او ځیني موټرو ته د پورته کولو په موخه لاس ورکوي چي په حقیقت کې ګدایګر نه بلکي د فتنو لومي دي.
وروڼو !
پورته ټول او هغوی ته ورته موارد په تېرو تاریخونو ڪې ډېر تکرار شوي ډېر زړور او باتور مجاهدین هاغسي نجونو په خپلو جالونو کي را ګیر کړي د دین او ملت سره خیانت ته یې مجبوره کړي نو له ټولو مسؤلینو ، مجاهدینو ته مو په پوره درناوي لارښوونه ده چي الله ﷻ زموږ ټول کړه وړه څاري له هغه وروسته نړۍ هره شېبه موږ ته د نویو نویو فتنو او جالونو غوړولو په تڪل کي ده خو که د الله ﷻ حقيقي وېره په زړه کي واچوو او له داسي فتنو څخه ځان وساتو نو بیا الله ﷻ په هر میدان کي زموږ سره دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *