افغانستان

له قوشتېپې د غوره ګټې اخیستنې په پار غونډه شوې

د قوشتيپې کانال شاوخوا ځمکو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د چارواکو په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې غونډه شوې.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم، د کرنې وزارت د رییسانو، سلاکارانو، د اوبولګولو، خاورې پېژندنې او اقتصادي کارپوهانو او د مالیې، اوبو او انرژۍ، ښار او کور جوړونې وزارتونو، د چارو ادارې او د ملي پراختیا شرکت د استازو په کډون جوړه شوې وه.
غونډه کې د قوشتېپې کانال له اوبو څخه د اغېزمنې استفادې د څرنګوالي په اړه خبرې شوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د دې غونډې موخه د هېوادوالو د منفعت په پار د قوشتېپې کانال څخه د غوره ګټې اخیستنې په موخه د طرحې جوړول بللي.مولوي عطاءالله عمري ویلي؛ غونډه د دې لپاره جوړه شوې ده، چې ټول په ګډه سلا مشورې وکړو، ترڅو د قوش تېپې کانال څخه د ګټې اخیستنې په پار بشپړه طرحه جوړه شي، په دې طرحه کې د کرنیزو، سوداګریزو، صنعتي، مالدارۍ، بڼوالۍ، کارخونو او هستوګنیزو سیمو د جلا کېدو نقشه باید شامل شي، ترڅو د کانال د کار له بشپړیدو وروسته په اغیزمنه توګه وکارول شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قوشتېپې کانال پروژه یوه لویه ملي پانګه بللې او ویلي يي دي؛ د قوش تېپې کانال پروژه زموږ د هېواد له ملي پانګو څخه یوه ده، چې که هره چاره یې د پلان پر اساس او منظم پرمخ ولاړ شي اغېزمنتیا به یې لا زیاته وي.
له همدې امله اړتیا ده، چې د پلان له مخې برېښنایي سیسټمونه، تاسیسات، تحکیمات او ګاز یې په طرحه کې تنظیم شي، تر څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شو.
ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې استفادې، د پروژې د چارو د پرمختګ، د باد ماتوونکو د جوړولو، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې، پر خاورې او اقلیم د څېړنې او د اداراتو پر مسوولیتونو خبرې اترې کړي او خپل نظرونه یې شریک کړي دي.
د غونډې په پای کې مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې پر دې موضوع کار وکړي او د اړتیا په صورت کې دې سیمې ته انجنیران واستوي، ترڅو په ګډه پرې کار وشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *